دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۷:۱۴
د مطلب کود : 76492
د ملا برادر د برخلیک په اړه ضدو نقیض څرګندونې

له کله چې پاکستاني چارواکو له زندانه د طالبانو د دوهم مشر ملا عبدالغني برادر د خوشې خبره اعلان کړې، تر اوسه یې د برخلیک په اړه ضدو نقیض څرګندونې کیږي.
طالبان وایي چې؛ نوموړی نه دی خوشې شوی او تر اوسه د پاکستان په زندان کې دی، خو د افغانستان د سولې عالي شورا وایي چې؛ ملابرادر خوشې شوی خو د ازادنه فعالیت په برخه کې یو څه ستونزې لري.
د افغانستان د سولې عالي شورا یو ځل بیا په دې ټینګار وکړ چې؛ ملاعبدالغني برادر د پاکستان له زندانه خوشې شوی خو تر تعقیب لاندې دی او لیدنې کتنې یې څارل کیږي.
له کله چې پاکستانی چارواکو د تیرې سنبلې میاشتې په پای کې له زندانه د طالبانو د دوهم مشر د خوشې کیدو خبر ورکړ، تر اوسه پورې د هغه د برخلیک په اړه مختلف اړخونه ضدو نقیض څرګندونې کوي.
په دې ترڅ کې طالبانو هم د ملا برادر پر خوشې کیدو شک څرګند کړی او په خپره کړې خبرپاڼه کې یې ګواکې دا چې هغه پاکستاني چارواکو له زندانه خوشی کړی او له خپلې کورنۍ سره اوسي، یواځې اوازې بللې دي.
خو د سولې د عالي شورا ویاند مولوي شهزاده شاهد نن له ازادی راډیو سره په مرکه کې وویل چې؛ ملابرادر خوشې شوی او پیښور ته استول شوی خو د هغه د فعالیت په اړه تر اوسه یو لړ خنډونه موجود دي.
تردې مخکې افغان ولسمشر حامد کرزي هم د تیرې دوشنبې په ورځ د دې یادونه وکړه چې؛ ملا برادر لا هم پوره آزاد نه دی.
نوموړي په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې ویل، ملا برادر اوس هم ازادانه تګ راتګ نشي کولای او دوي هڅه کوي ورسره تماس ټینګ کړي.
ښاغلي کرزي وویل چې؛ د ملا برادر د خوشې کیدو لپاره یې د پاکستان له صداراعظم نواز شریف څخه مننه کړې، خو تمه لري چې پاکستان په افغانستان کې د سولې په اړه نور اقدامات هم وکړي.
پاکستان ویلي چې، د طالبانو دوهم مشر ملا برادر یې د افغانستان د سولې له پروسې سره د همکاري په نیت خوشې کړی دی.
دا چې نوموړی کولای شي د سولې په خبرو کې مهم رول ولوبوي.
په داسې حال کې چې افغان چارواکي په دې خبرې ولاړدي چې د طالبانو د دوهم مشر له زندانه خوشې شوی او دوی ورسره تماسونه ټینګ کړي چې د سولې د عالي شورا د ویاند په خبره په اوس وخت کې یې له رسنیو سره نشي شریک کولی، طالبان د پاکستان له حکومته غواړي چې دا خبره سپینه کړي چې ولې د ملابرادراخوند د خوشې کیدو خبره کوي په داسې حال کې چې هغه تراوسه په زندان کې دی.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcf0jde.w6dv1az,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته