دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۵۴
د مطلب کود : 76506
افغان معلول اتل، عباس کريمي
کله چې څوارلس کاله دمخه عباس نړۍ ته راغی، د دې پر ځای چې مور او پلار خوشالي وکړي، په دې انديښنه کې شول چې دی به په راتلونکې کې خپل ژوند څرنګه پر مخ بوزي، ځکه عباس لاسونه نه لرل. 
د عباس د کورنۍ تر ټولو لویه اندیښنه دا وه چې داسي نه شي چي دغه ماشوم په راتلونکې کې پر کورنۍ او ټولني باندې بار شي. خو اوس د عباس کورنۍ نه یوازې دا چې د هغه د راتلونکې په اړه اندیښنه نه لري بلکې په باندي ډیر ویاړي. عباس کریمي په وروستیو وختونو کې په ترکيه کې د لامبو په سیالیو کې د لومړي ځل له پاره د افغانستان په استازیتوب د سرو زرو مډال وګاټه. دغه سیالي د «معلولیت ناتواني نه ده» تر نوم لاندې پيل شوي وې. په دې سیالیو کې ۳۵ هیوادونو ګډون کړی وو چې عباس پکې لومړۍ مقام خپل کړ.
د عباس کریمي ورور علي کریمي، له دې کبله ډیر خوښ دی چې د هغه د کورنۍ یو غړی د افغانستان له پاره ویاړ ګټلی دی. هغه وایي: «دا د افغانستان د ټولو خلکو او بیا په ځانګړې توګه د هغه د کورنۍ له پاره د خوشحالي او ویاړ ځای دی.» 
عباس کریمي ورور وایي چې د خپل ورور د ډیرو وړتیاو په اړه د رسنیو له لارې خبر شو. هغه زیاتوي: «ما اوریدلي ول چې عباس موټر چلولای شي، خو هیڅ کله مې دا کار په خپلو سترګو نه وو لیدلی. کله چې هغه زما خپل موټر وچلاوه نو زه ډیر حیران شوم.»

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcb0sbz.rhb0gp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته