دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۳:۰۲
د مطلب کود : 76545
کونړ: په اسمار ولسوالۍ کې څلور پاکستاني طالبان ووژل شول
د کونړ امنیتي چارواکي وايي په اسمار ولسوالۍ کې څلور پاکستاني طالبان هغه وخت ووژل شول چې؛ غوښتل یې د ملي اردو په یوه مرکز حمله وکړي.
په کونړ کې د دوه سوه یو سیلاب قل اردو د دوهمي پلي لوا ویاند محمد هارون یوسفزی ازادۍ راډیو ته وویل، پرون مازیګر مهال څلور تنو پاکستاني طالبانو غوښتل چې؛ په اسمار ولسوالۍ کې د ملي اردو په مرکز د هاوان توغندۍ راوتوغوي، خو پرې خپل هاوان چاودیدلی دی.
هغه وايي، له دې وړاندې هم د اسمار ولسوالۍ په نظامي مرکز څو ځله کورنیو او بهرنیو وسله والو طالبانو د هاوانونو او میزایلو ګولۍ راویشتلي چې ډیری يي د هستوګنې په کورونو لګیدلي او عامو خلکو ته يي مرګ ژوبله اړولی ده.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcenn8f.jh8pei6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته