دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۳:۱۶
د مطلب کود : 76549
دایکندي: که کجران ولسوالۍ ته پام ونه شي د طالبانو لاس ته به ولویږي
د دایکندي ولایتي شورا خبرداری ورکوي که کجران ولسوالۍ ته پام ونه شي د طالبانو لاس ته به ولویږي.
د دایکندي د ولایتي شورا مرستیال سیداسحق اخلاقي ازادي راډیو ته وویل، نن پنځمه ورځ ده چې د کجران پر ولسوالۍ د طالبانو حملې دوام لري او طالبانو ددې ولسوالۍ په دوه تر درې کیلومتره خاروه کې نفوذ کړی دی.
د نوموړي په وینا د هلمند او ارزګان د دوو ولسوالیو له لارې په دې ولسوالۍ شاوخوا اته سوه طالبانو حملې کړي دي.
ښاغلي اخلاقي همدا راز وویل، ملي پولیسو د خپلو ځوابي حملو په نتیجه کې د طالبانو اوه تنه وژلي او دیارلس نور یې ټپيان کړي دي.
په دې نښتو کې تر اوسه د دوو پولیسو له ټپي کیدو هم پخلی شوی دی.
طالبانو د ور اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci3way.t1aq526kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته