دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۷:۳۸
د مطلب کود : 76740
په ننګرهار ولایت کې د یو تن پاکستاني په ګډون د تروریستانو د یوې پنځه کسیزي ډلي نیونه !

په ننګرهار ولایت کې د یو تن پاکستاني په ګډون د تروریستانو د یوې پنځه کسیزي ډلي نیونه !
د تروریستانو یوه پنځه کسیزه ډله هر یو:
- بلال د سمین الله زوی، د پاکستان د مهمند اجنسی اوسیدونکی.
- محمد صادق د ګل جان زوی، د لوګر ولایت د برکی برک ولسوالی اوسیدونکی.
- محب الله د محمد شریف زوی، د ننګرهار ولایت د رودات ولسوالی اوسیدونکی.
- راز محمد د سلیمان زوی، د ننګرهار ولایت د کامي ولسوالی اصلی اوسیدونکی، چې اوس مهال د کابل ولایت په قره باغ ولسوالی کې هستوګنه درلوده.
- قاری حمدالله مشهور په (سعید) د حاجی غریب الله زوی، د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالی اوسیدونکی، چې د ننګرهار ولایت په اړوندو سیمو کې په ترهګریزو او ورانکارو کړنو کې لاس درلود، د ملی امنیت منسوبینو د هلوځلو په پایله کې نیول شوي دي.
نیول شويو کسانو د لومړنیو څیړنو پرمهال په خپل جرم اعتراف او زیاته کړی ده چې په نازیانو ولسوالی کې د طالبانو د یو تن قوماندان په نوم د ملافیصل لخوا نوموړی ډلي ته جذب او د ننګرهار ولایت په اړوندو سیمو کې په یو لړ تروریستي، ورانکارو کړنو، ماین خښونې او وسلوالو بریدونو کې فعاله ونډه درلوده.
پیښه د لازیاتو څیړنو لاندې ده.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbgzbz.rhb0ap3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته