دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۵:۲۸
د مطلب کود : 76816
یوه انتحار کوونکي په ګردیز کې په ځان تړلي چاودېدونکي مواد وچول
چارواکي وایي، نن سهار یوه انتحاري حمله کوونکي د پکتیا د مرکز ګردیز په ملکي روغتون کې ځان سره چاودیدونکي مواد والوځول خو یوازي دی په خپله پکې ووژل شو.
د پکتیا امنیه قومندان مل پاسوال زلمي اوریاخیل ته وویل، چې پولیسو دا انتحار کونکی د ګردیز ښار په ختیځه سیمه کې په ټپي حالت کې موندلی و او د درملنې لپاره یې روغتون ته انتقال کړی و.
د ګردېز ملکي روغتون سرطبيب ډ‌اکتر حياګل پکتين وایي؛ چې دوی د روغتون په عاجله خونه کې د دې کس د زخمونو په تداوۍ لګيا وو او کله چې پوه شول دا کس د حملې پلان لري ترې وتښتیدل.
نوموړی وایي، په پیښه کې بل کوم چا ته زیان نه دی اوښتی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfvcde.w6dvyaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته