دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۴۸
د مطلب کود : 76894
حامدکرزی: پر جوماتونو برید، د مسلمانانو کار نه دی، بلکې د هغو کسانو عمل دی چې د مسلمان وژنې لپاره ګمارل شوي دي
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د لوګر ولایت په جامع جومات کې د لوی اختر د لمانځه په جریان کې هغه تروریستي برید په کلکه وغانده چې له امله یې د دغه ولایت والي ارسلاجمال شهید او زموږ یو شمېر بې ګناه هېوادوال ټپیان شول.
د هېواد جمهوررئیس د دغه ډارن برید د غندلو په ترڅ کې وویل چې د اختر په لمانځه او د خدای پر کور باندې برید، د دې ښکارندوی دی چې طالبان د اسلام سپیڅلي دین، جوماتونو او د مسلمانانو مذهبي مراسمو ته احترام نه لري.
حامدکرزي وویل چې طالبانو د بمونو پر ایښودلو او پر جوماتونو او لمونځ کوونکو باندې د بریدونو په ترسره کولو، د هغې له جملې څخه تېر کال د میمنې ښار د عیدګاه په جومات کې د اختر د لمانځه د ادا کولو پرمهال زموږ پرخلکو باندې په برید او همدا راز په جومات کې د کندز د والي انجنیر محمد عمر په شهادت رسولو سره، له اسلام او بشریت سره خپله ښکاره دښمني په اثبات و رسوله.
جمهوررئیس کرزي وویل د طالبانو تروریستي بریدونه چې د اسلام په نوم حتی په جوماتونو او عیدګاوو کې زموږ د بې ګناه خلکو د وژنې سبب کیږي، په یقین سره چې د مسلمانانو کار نه دی، بلکې دا د هغو کسانو اعمال دي چې د مسلمانانو د وژنې لپاره ګمارل شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbawbz.rhb09p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته