دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۵۱
د مطلب کود : 76930
د امریکا مشرانو جرګه د پور د اندازې پر زیاتولو جوړجاړی کوي

د امريکا د مشرانو جرګې د ډيموکراټانو او جمهوري غوښتونکو مشرانو پرون اعلان وکړ چې؛ د امريکا د پور د اندازې د زياتولو پر سر يې جوړجاړي وکړ.
دا پرېکړه له نننۍ پنجشنبې، چې وروستي مهلت ورته ټاکل شوي و، څو ساعته مخکې وشوه.
د دې موافقې په نتيجه کې به د امريکا د فدرالي حکومت ادارې؛ چې د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه قسماً بندې دي؛ بېرته پرانستل شي.
په مشرانو جرګه کې د اکثريت لرونکي ډيموکرات ګوند مشر "هري ريډ" وويل؛ د موافقې پر اساس به د امريکا د متحدو ايالتونو حکومت ته د جنورۍ تر پنځلسمې پورې بودجه ورکړای شي او د فبرورۍ تر اوومې پورې به د پور په ورکولو کې د حکومت د پاتې راتلو مخه ونيسي.
د امريکا د کانګريس نور غړي وايي؛ په موافقه کې د اوباما د روغتيا د قانون په نامه، د هغو کسانو له لوري چې سبسيډي غواړي، د درغلۍ د مخنيوی تدابير هم شامل دي

سرچينه : دصدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccxoqm.2bqe18j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته