د"لاووس" هيواد يوه الوتکه، چې څلوېښت تنه په کې سپاره ول، پرون د تايلنډ او ويتنام ترمنځ په ميکونګ سين کې ولوېده.
الوتکه د ويتنام له مرکزه د دغه هيواد په جنوب کې پاکسي ښار ته روانه وه.
لومړني راپورونه وايي چې، هوا خرابه وه او ممکن د هوا خرابوالي د دې الوتکې د غورځېدو سبب شوي وي.
د تايلنډ د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې؛ د الوتکې ټوله ۴۴ سپرلي وژل شوې ده.
په سپرليو کې پنځه تايلنډيان هم شامل دي
سرچينه : دصدای افغان خبری آژانس(آوا)