دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۳:۲۴
د مطلب کود : 77100
د امریکا کانګریس پاکستان ته ۱اعشاریه ۶ ملیارد ډالره مرسته تصویب کړه
تاند- د امریکا متحدو ایالتونو په پټه خوله له پاکستان سره د یو ملیارد او شپږ سوه ملیون ډالره پوځي او اقتصادي مرسته، چې د دوو هیوادونو د اړیکو د خرابېدو له کبله ځنډول شوې وه، تصویب کړې ده.
د کانګریس غړیو ویلي چې د دوو هیوادونو اړیکې تر دې حده ښه شوي چې پاکستان ته د دې مرستې له ورکولو سره بېرته موافقه وشي.
د پاکستان صدراعظم نوازشریف نن واشنګټن ته رسېږي چې له امریکايي چارواکو سره د اسلام اباد او واشنګټن پر اړیکو خبرې وکړي.
ټاکل شوې ده چې ښاغلی شریف به نن د امریکا له بهرنیو چارو وزیر جان کیري سره وویني.
دی به د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د متحدو ایالتونو له ولسمشر بارک اوباما سره خبرې وکړي.
د دواړو خواوو خبرې به له پاکستان سره د امریکا پر مرستو او د افغانستان د مسلې د سوله ییز حل پر هلوځلو متمرکزې وي.
د پاکستان او امریکا ترمنځ اړیکې په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن پر کور د امریکايي کومانډو ځواکونو د حملې او پر دوو پاکستاني پوستو د امریکايی الوتکو د بمبارۍ او د دغو حملو په وړاندې د پاکستان له لوري د ناټو پر مخ د ترانزیتي لارې د بندولو له کبله خړپړې شوې وې.
امریکایان له تروریزم سره د پاکستان پر مبارزې او په دې لارې کې د پاکستان له لوري د امریکا د مرستو پر استعمالولو شک لري او وايي چې د امریکا ډېرې مرستې په پاکستان کې د دې پرځای چې د دغه هیواد پر اقتصادي وده ولګول شي، په فساد کې ضایع کېږي.
خو له دې سره سره کانګریس په ارامه پاکستان ته د امریکا د مرستو د لویې برخې له ورکولو سره موافقه کړې او ټاکل شوې ده چې پاکستان ته دا مرستې له راتلونکي کاله پیل شي.
له امریکايي چارواکو سره د نوازشریف د خبرو یوه اصلي موضوع هم له امریکا څخه پاکستان ته د مرستو مسله ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccxsqm.2bqmx8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته