دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۱۵
د مطلب کود : 77218
د ناټو دفاع وزیران په بروکسل کې پر افغانستان خبرې کوي

تاند- د امریکا او افغانستان د دفاع وزیر انو په ګډون د ناټو د غړیو هیوادونو دفاع وزیران نن په بروکسل کې راغونډېږي چې د افغانستان پر وروستي وضعیت او په ۲۰۱۴ کې د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د پاتې کېدونکو ځواکونو د شمېر په اړه خبرې وکړي.
دا په داسي حال کې ده چې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امریکايي پوځیانو د شمېر مسله لا حل شوې نه ده. 
ګومان کېږي چې د ناټو غړي به په افغانستان کې د لږ شمېر پوځیانو پر پاتې کېدو سلا شي. داسي ښکاري چې د ناټو د غړیو هیوادونو حکومتونه او همداراز د امریکا دفاع وزارت لېواله نه دي چې په افغانستان کې زیات شمېر پوځیان پرېښودل شي په تېره بیا په دې خاطر چې د امریکا دفاعي بودجه کمېږي.
د افغانستان دفاع وزیر بسم الله خان محمدي د ناټو د دفاع وزیرانو د دې دوه ورځنۍ غونډې په سبانۍ ناسته کې ګډون کوپ.
د پینتاګون چارواکو امریکايي رسنیو ته ویلي چې اوس اصلي تمرکز په دې دی چې په افغانستان کې دې د ناټو د غړیو هیوادونو او امریکا ټولټال د ۸ زرو او ۱۲ زرو ترمنځ پوځیان پاتې شي. د دغو پوځیانو په منځ کې به د درې زرو او څلورو زرو ترمنځ د ناټو د غړیو هیوادونو وي او پاتې نور به امریکایان وي.
د امریکا د دفاع وزارت یوه چارواکي وویل دا هم ممکنه ده چې د پوځیانو په نهايي شمېر کې یو څه بدلون راوړل شي خو د ده په وینا تغییر به ډېر لوی نه وي.
د ده په وینا کې په دې پرېکړه وشوه چې تر ۸ زرو دې لږ وي، په داسي حالت کې به دا پوځیان اغېزمن نه وي.
سي این این تلویزیون وايي چې د اوباما حکومت به په راتلونکو دېرشو ورځو کې په دې اړه په پرېکړه تمرکز وکړي چې په افغانستان کې څومره پوځیان باید پرېښودل شي.
په افغانستان کې د ناټو او امریکا پوځیان د افغانستان او امریکا د امنیتي موافقې په صورت کې پاتې کېږي. افغانستان او امریکا د دې موافقې پر اکثرو شرایطو موافقه کړې خو یوازې د قضايي مصونیت پر سر د دواړو خواوو ترمنځ اختلاف حل شوی نه دی. د افغانستان ولسمشر دا مسله لویې جرګې او ملي شورا ته پرې ایښې چې په اړه یې پرېکړه وکړي.
د افغانستان ولسمشر تېره شپه یو ځل بیا وویل چې په افغانستان کې به د نړیوالو پوځیانو د قضايي مصونیت پر مسلې د پرېکړې لپاره په راتلونکو څو اوونیو کې لویه جرګه دایره شي.
د امریکا دفاع وزیر چک هیګل او د ناټو د نورو غړیو هیوادونو دفاع وزیرانو ته به د بروکسل په غونډه کې د افغانستان د وروستي وضعیت په اړه معلومات ورکړای شي.
د ناټو ګڼ غړي هیوادونه د ډېر وخت لپاره په افغانستان کې د پوځیانو پرېښودو ته لېواله نه دي. ځکه به هېګل هڅه وکړي چې د دغو هیوادونو په اصلي او حقیقي ژمنې ځان پوی کړي

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcc4iqm.2bqms8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته