کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عید غدیر

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 1 عقرب 1392 ساعت 13:28


د غدیر پیغام
د اسلام ګران پیغمبر او د انبیاوو خاتم حضرت محمد صلی الله علیه وآله وسلم د پيغمبرۍ او خلکو ته د خدای د پیغام درسولو لپاره د درې ویشتو کلونو د کړاوونو له زغملو وروسته وفرمایل : هیڅ یو پیغمبر د خپل پیغام په رسولو او رسالت کې زما هومره سختۍ او کړاوونه نه دي لیدلې. په حجة الوداع کې د خپل رسالت په وروستي کال یې په غدیر میدان کې د خدای په امر خپل ځای ناستی خلکو ته اعلان کړ . هغه کس چې علم او عمل ، میړانه او اخلاص ، او په اسلام کې مخکښتوب یې په ځلونو خلکو ته ښودلی و هم هغه د پیغمبر د جانشینۍ وړتیا لري.
ویل شوې چې پیغمبر له حضرت علی سره د منافقانو له کینې او دښمنۍ خبر و، له دې امله دهغه حضرت د جانشینۍ په اعلانولو اندیښمن و، خو د قران نازل شوې ایتونه د دې ښودنه کوي چې خدای تعالی هغه د جانشین په معرفي کولو مقید کړی او حتی د رسالت تکمیل او بشپړتیا یې په دې کار پورې مشروطه کړې ده . او هغه ته یې د دښمنانو له شره امان ورکړی دی.
په دې ډول وه چې کله هغوی د غدیر څو لارې ته ورسیدل پیغمبر امر وکړ چې ټول اصحاب دې کوز شي او هلته دې پاتې شي چې لیکوالان راورسیږي او کوم کسان چې مخکې تللې وو هغه راستانه شي . کله چې اکثره حجیان چې شمیر یې کابو یو لک شلو کسانو ته رسیده ، راغونډ شول ، پيغمبر په یو ممبر چې د اوښانو له کجاوو او پالانونو جوړ شوی و وخته . خطبه یې ورکړه او بیا یې حضرت علي په منبر وخیږاوه . دهغه لاس یې اوچت کړ او خپل ځای ناستی یې معرفي کړ. او بیا یې وویل چې ټول باید دهغه اطاعت وکړي بیا یې خپل اهلبیت د قران برابر
او په څنګ کې وګڼل او د قیامت تر ورځې پورې یې دهغوی په یوځاي والي او نه جدا کیدو ټینګار وکړ او دا دوه یې دمسلمانانو د نیکمرغۍ او کامیابۍ سبب وبلل.
یوه موده وروسته د قران مبلغ ، راوړونکی اواجرا کوونکی یې د مرګ په بسترې ملاست و . خدای خپل محبوب ځانته رابللی و. او ورسره وعده یې کړې وه چې کتاب به یې د ایمان او عقیدې د شوکمارو له لاسه خوندي وساتي. « انا نحن نزلنا الذکر و نحن له لحافظون»
(مونږ قران نازل کړ او مونږ به یې په خپله ساتو)
اوس دخدای په کور کې پیدا او د رسول په لمنه کې روزل شوی او لومړی ایمان راوړونکی چې شیبه شیبه یې د قران نزول د پیغمبر په څنګ کې درک کړی و او د مبارکو کلماتو یو یو ټکی یې د زړه په غوږو اوریدلی و د هغه د امت د راتلونکي لپاره اندیښمن دی.

دا دی مونږ په هغه ټول کې د پیغمبر خبرې د خاتم پيغمبر د رسالت د لارې د نقشې په توګه دوباره رایادوو چې د اسلامي امت د حرکت لاره یو ځل بیا انځور شي . په دې هیله چې مین لارویان په غلطه لاړ نه شي او نورو ته په رسولو کې هم د خدای د وروستي پیغمبر پیغام رسوونکي شي. اوهمداراز په خپلې کورنۍ او خپلوانو کې هم د رسول الله مبارک دنده تر سره کړي چې د خدای او رسول خبره یې د نړیوالو غوږونو ته ورسوي.

د پیغمبر دا موکده غوښتنه چې وې فرمایل: ای هغو کسانو چې حاضر یئ او دا پيغام اورئ په تاسو واجبه ده چې له سفره له ستنیدو وروسته هغه په خپل ښار او وطن کې موجودو کسانو ته ورسوئ.
د غدیر خطبه

رسول الله مبارک حضرت محمد صلی الله علیه وآله وسلم د هجرت په لسم کال دخدای د کور اراده وکړه او خلک یې حج ته وبلل. له دې بلنې وروسته ډیر خلک مدینې ته راغلل چې په دغه لویې الهی دندې کې د خدای د رسول ملګرتیا وکړي. دا یوازینی حج و چې د خدای رسول (ص) مدینې ته له هجرته وروسته وکړ او له دې مخکې یا وروسته هیڅکله داسې عمل ونه شو. دا حج په تاریخ کې په مختلفو نومونو یاد شوی دی. منجمله ، حجة الوداع، حجة الاسلام، حجة البلاغ، حجة الکمال او حجة التمام .[۱] په دې موقع رسول الله مبارک ولامبل ، عطر یې ولګول. او یوازې د احرام په دوو ساده ټوکرو سره چې یوه یې په ملا وتړله او بله یې په اوږه واچوله، د خالي په ورځ د ذی قعدې د میاشتې په څلورویشتمه یا پينځه ویشتمه نیټه د حج په نیت پیاده له مدینې ووته. او خپلې ټولې میرمنې او د کورنۍ غړي یې هم په کجاوې کې کښینول او د خپلې ټولې کورنۍ او د ګڼ شمیر مهاجرو، او انصارو په ملتیا له مدینې روان شو.
د حج له ادا کولو وروسته د خدای رسول په ډیر برم سره بیرته د مدینې په لور حرکت وکړ او کله چې جحفې ته نزدې د غدیر خم سیمې ته ورسیده ، د خدای پرښته جبراییل امین نازله شوه او دخدای له لورې یې دا ایت نازل کړ: « ای پیغمبره! هغه څه چې ستا د پالونکي له لورې پر تا نازل شوې خلکو ته ورسوه.»( مائده،۶۷ ایت)
جحفه، یو پړاو او څلور لاری دی چې د مدینې ، مصر او عراق خلک دغلته له یو بله جدا کیږي او په خپله خپله لاره روانیږي. دخدای رسول حضرت محمد (ص) د ذیحجې په اتلسمه نیټه د زیارت په ورځ دغه ځای ته ورسیده.
د الهی وحی امین ، دغه ایت راوړ او د خدای رسول ته یې امر وکړ چې حضرت علی (ع) په ولایت او امامت معرفي کړي. او ولي او امام یې وټاکي. او ټولو ته دې ورسوي چې باید دهغه پيروي وکړي. په دغه وخت تیر شوې کسان راستانه شول او د پاتې کسانو د رارسیدلو لپاره د خدای رسول دغلته دمه وکړه . په دغه ځای کې پينځه لرغونې او ګورې ونې دي چې له یو بل سره نښتې دي د خدای رسول وفرمایل چې دغلته به څوک نه کښیني تر دې چې ټول خشاک او ازغي ترې پاک کړی شي. دماسپښین په وخت چې تودوخه زیاته شوه ، خلکو خپلې نیمې څادرې له ځانه لاندې او نیمې په سر واچولې. او د رسول الله مبارک د اسانتیا لپاره یې هم یو څادر د ونو لپاسه واچوه چې یو چوپال شان جوړ شي. کله چې د ماسپښین اذان وویل شو هغه حضرت (ص) له خپلو ملګرو سره تر ونو لاندې لمونځ وکړ له لمانځه وروسته د هغه حضرت لپاره د اوښانو له کجاوو او پالانونو یو هسک ځای جوړ کړی شو. د خدای رسول د ګڼو خلکو په مینځ کې په هغه ځای وخته او خطبه یې پیل کړه. هغه حضرت په لوړ غږ داسې وفرمایل:

«حمد او ثنا خدای لره ده ، له هغه مرسته غواړو او پر هغه ایمان لرو او توکل مو پر هغه دی. له خپلو بدیو او ناروا کارونو هغه ته پناه وړو. د بې لارو هدایتوونکی یوازې هغه دی او څوک چې هغه یې هدایت کړي هیڅوک یې نه شي ګمراه کولی. ګواهي ورکوم چې بې له هغه بل د عبادت او پرستش لایق نیشته. او محمد د هغه بنده او استازی دی. د خدای له ستاینې او د هغه په وحدانیت له شهادته وروسته ای خلکو! بې شکه چې مهربان او پوه خدای ماته خبر راکړی چې عمر مې تیر شوی دی او د خدای بلنې ته به هوکړه کوم. او پاتیدونکې سرای ته به روانیږم. زه او تاسو هر یو د هغه څه مسوول یو چې په غاړه یې لرو. اوس ستاسو خبره څه ده ؟ خلکو وویل : مونږ ګواهي ورکوو چې تا د پیغام په رسولو ، نصیحت کولو او د دندې په لاره کې له کوشش کولو هیڅ ډډه ونه کړه ، خدای دې تا ته نیکه بدله درکړي. بیا هغه حضرت وفرمایل: ایا تاسو ګواهي ورکوئ چې خدای بې سیاله او یو دی او محمد د هغه بنده او استازی دی. او دا چې په جنت دوزخ، مرګ او قیامت کې شک نیشته. او اخر به خدای مړي راژوندي کوي؟ ټولو وویل: هو، په دغو خبرو ګواهي ورکوو. پيغمبر وویل: ای خدایه ته ګواه اوسه .
یو ځل بیا یې وفرمایل: ایا زما خبرې مو ښې واوریدې؟ ټولو ځواب ورکړ: هو. بیا د خدای رسول (ص) وفرمایل: بې شکه زه به بلې سرایې ته په تللو او د کوثر د ډنډ غاړې ته په رسیدلو کې تر تاسو مخکې شم او تاسو به د حوض کوثر په غاړه ماته راځئ. د دغه حوض پراختیا د صنعا او بصری تر مینځ د فاصلې هومره ده . او پکې د ستورو په شمیر د سپينو زرو جامونه او کاسې دي. زه لیدل غواړم چې تاسو زما له وفاته وروسته له هغو دوو او قیمتي څیزونو سره چې په تاسو کې یې پریږدم څنګه سلوک کوئ؟
په دغه وخت کې له خلکو یو تن ورغږ کړ : ای د خدای رسوله هغه دوه قیمتي او ارزښتناک څیزونه کوم کوم دي؟ وې فرمایل: هغه چې لوی دی ، قرآن دی چې له خدای سره د انسان د ارتباط وسیله ده. نو هغه ټینګ ونیسئ چې ګمراه نه شئ. خو هغه بل چې وړوکی دی زما عترت او کورنۍ ده . بې شکه مهربان او پوه خدای زه خبر کړم چې دا دوه به هیڅکله له یوه بله نه جدا کیږی تر دې چې د کوثر د ډنډ په غاړه ماته راورسیږي. او ما همیشه له خپل ربه غوښتې چې د کتاب او عترت تر مینځ جدایي را نه شي. نو په دې اساس له دغودوو مه مخکې کیږئ او له پیروئ یې مه شاته کیږئ. او کوتاهي مه کوئ که نه وي تباه به شئ بیا یې د حضرت علی لاس ونیوه او اوچت یې کړ تر دې چې د دواړو د لاسونو د ترخ سپین والی ښکاره شو او ټول خلک ورته متوجې شول. بیا یې وفرمایل: ای خلکو څوک دي چې د ایمان خاوندانو ته د هغوی تر ځانه زیات غوره او وړ وي.؟ وې ویل : خدای او رسول یې ښه پوهیږي. دخدای رسول وفرمایل: بې شکه چې زه د چا مولا یم ، دا علی دهغه مولا دی . او دا خبره یې درې ځله ، او د حنبلې مذهب د مشر احمد بن حنبل په وینا څو ځله تکرار کړه. بیا یې دعا ته لاس پورته کړل او وې ویل : ای خدایه له هغه چا سره مینه وکړه چې له ده سره مینه کوي او دښمن اوسه دهغه چا چې له ده سره دښمني کوي او مرسته وکړه د ده د ملګرو او خوار کړه هغه کسان چې د ده خوارول غواړي. او هغه همیشه د حق او راستۍ تله ، معیار او چورلیز وګرځوه. بیا یې وفرمایل:

باید دلته حاضر کسان غیر حاضرو کسانو ته دا خبره ورسوي .
لا خلک خپاره شوې نه وو چې د خدای د وحي پرښته راورسیده او دا ایت یې راوړ« نن مې ستاسو دین بشپړ کړ او خپل نعمت مې په تاسو تمام کړ او اسلام مو ستاسو لپاره د دین په توګه غوره کړ.
په دې وخت کې پیغمبر وفرمایل: الله اکبر، د دین په اکمال او د نعمت په اتمام او زما په رسالت او له ما وروسته د علي په ولایت د خدای په راضي کیدو.
خلکو له دې وروسته مبارکۍ ورکړې او تر ټولو مخکې ابوبکر او عمر ور مخکې شول او وې ویل : افرین دې وي پر تا ای د ابی طالب زویه چې نن درباندې په داسې حال کې تیره شوه چې زمونږ او دهر مومن سړي او ښځې مولا شوې . ابن عباس هم وویل : په خدای قسم چې د علي ولایت پر مونږ ټولو واجب شو. بیا حسان بن ثابت وویل: یا رسول الله ! پریږده چې د حضرت علي په شان کې یو څو شعرونه ووایم. د خدای رسول (ص) وفرمایل: دخدای په مهربانۍ ووایه: په دغه وخت کې حسان بن ثابت پاڅیده او داسې یې وویل : ای د قریشو مشرانو، د پیغمبر په حضور کې د هغه ولایت په هکله چې ارو مرو شو، خپل شعرونه بیانوم.
ینادیهم یوم الغدیر نبیهم...................... بخم فاسمع بالرسول منادیا
دا د غدیر خم د کیسې لنډیز شان و او تفصیل به یې انشاء الله بیان شي . البته اسلامي امت ټول د دې پیښې په پیښیدو یوه خوله دي او بې له دې چې یاده شوه په ټوله نړۍ او ځمکه کې بله کومه پیښه په دغه نوم او نښو سره نه ده پیښه شوې. او هر کله چې د دغه ورځې نوم اخستل کیږي دا یوازې د غدیر له بې سارې پیښې سره سمون خوري. او که نوم یې واخستل شي مطلب یې هماغه ځای دی چې جحفې ته نزدې دی او داسې هیڅ ویناوال او څیړونکی نیشته چې بله خبره وکړي. هو، په ټولو لیکوالانو او مورخانو کې یوازې یو کس دی چې ډاکټر ملحم ابراهیم اسود نومیږي او په هغه لمن لیک کې چې د ابو تمام په دیوان یې لیکلې دی ، له دغه مسلم اصله غړیدلی او د « غدیر خم» د ټکي له بیانه وروسته یې لیکلې دي دا د یو مشهور جنګ پیښه ده . مونږ په دې اړه کافي بحث کړی دی چې دخدای په فضل د ابوتمام د حالاتو په شرحه کې به درته وړاندې شي.

[۱] هغه څه چې مونږ او د پوهې خاوندان پرې پوهیږي او دیقین په شان دي دا دي چې دغه حج ته د حجة الوداع د نوم ورکول د ایه تبلیغ د نازلیدلو په مناسبت دي او همداراز د کمال او تمام په نامه دهغه نومول هم د ایه کمال د نازلیدلو په مناسبت دی.


د مطلب کود: 77349

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/77349/عید-غدیر

آوا
  https://www.avapress.com