کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ځینو ساختماني پروژو کې د فساد د شتون په اړه د اقتصاد وزارت اندېښنه

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 1 عقرب 1392 ساعت 18:14


د اقتصاد وزارت د ځینو ساختماني پروژو په برخه کې د فساد د موجودیت په هکله اندیښنه څرګندوي.
د اقتصاد وزیر عبدالهادي ارغندیوال نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې؛ په څه باندې شپږ اعشاره اوه میلیارده ډالره کې چې په افغانستان کې په ساختماني پروژو کې لګیدلي شفافیت نه دې موجود.
"کله چې په یوه پروژه کې فساد موجود وي؛ نو بې له شکه چې هغه پروژه په سمه توګه نشي پلي کیدی."
هغه وویل چې، وروسته تر دې به په دې ډول پروژو کې د فساد د مخنیوي په برخه کې د کاست په نوم اداره کار وکړي.
د کاست د نړیوالې ادارې یوه څانګه د اقتصاد په وزارت کې جوړه شوه چې؛ په ساختماني چارو کې د فساد د مخنیوي په برخه کې کار کوي.


د مطلب کود: 77373

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/77373/په-ځینو-ساختماني-پروژو-کې-د-فساد-شتون-اړه-اقتصاد-وزارت-اندېښنه

آوا
  https://www.avapress.com