دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ عقرب ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۵۳
د مطلب کود : 77532
افغان چارواکي به د لندن په دری اړخیزه غونډه کې د ملا برادر د ځای په اړه توضیحات وغواړي

افغان چارواکي وايي، د افغانستان پاکستان او بریتانیې د مشرانو ترمنځ به په لندن کې د جوړیدونکې درې اړخیزې غونډې پرمهال له پاکستاني چارواکو سره پر نورو خبرو سربیره له هغوي څخه د ملا برادر د ځای په اړه توضیحات وغواړي.
د ولسمشرحامد کرزي ویاند ایمل فیضي پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل، له هغې ورځې چې پاکستان د ملا برادر د خوشې کیدو اعلان کړی، دوی ته یې ځای نه دی معلوم او د سولې د عالي شورا له خوا ورسره لا هم تماس نه دی ټینګ شوی.
ښاغلي فیضي وویل، د لندن په غونډه کې به له پاکستاني چارواکو په دې اړه چې ملا برادر چیرې دی او پاکستان د سولې د عالي شورا او نوموړي تر منځ د مستقیمو خبرو زمینه څنګه برابرولی شي توضیحاتو وغواړو.
ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې ولسمشر حامد کرزی د افغانستان، پاکستان او بریتانیا د مشرانو په درې اړخیزې غونډې کې د ګډون لپاره لندن ته ولاړ شي.
د ولسمشر ویاند ایمل فیضي وايي چې په دې غونډه کې به د افغانستان او پاکستان د اړیکو په ښه کیدو، له تروریزم سره په مبارزې او د افغانستان د سولې په پروسې کې د پاکستان په همکاریو خبرې وشي.
که څه هم چارواکو تر اوسه ددې درې اړخیزې غونډې دقیقه نیټه نه ده په ډاګه کړې خو ایمیل فیضي وايي چې دا څلور ورځنی سفر دی چې د افغانستان د سولې د شورا مشرتابه پلاوی هم پکې له ولسمشر سره ملګرتیا کوي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcb5sbz.rhbzfp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته