دخپریدو نیټه :جمعه ۱۰ عقرب ۱۳۹۲ ساعت ۱۳:۳۹
د مطلب کود : 77863
د مرکزي بغلان ولسوالۍ په شهر جدید سیمه کې د یو ماین چاودنې ۸ کسان ټپیان کړل

د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په شهر جدید سیمه کې د یو ماین چاودنې ۸ کسان ټپیان کړل.
چاودنه د واده د مراسمو په جریان کې د نارینه وو په سالون کې وشوه او د پېښې ټپیان هم ټول نارینه دي.
د بغلان د روغتیا د ریاست چارواکي وايي، په دې پېښه کې څوک وژل شوي نه دي خو د یوه تن حالت نازک دی.
د مرکزي بغلان ولسوال ګوهرخان بابري آزادۍ راډیو ته وویل چې په دې مراسمو کې د ولایت جګپوړو چارواکو ګډون نه درلود.
د ده په وینا دا د افغانانو د دښمنانو کار و او غوښتل یې د خلکو د خوښی دا محفل په ویر بدل کړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcipvay.t1ayq26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته