دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ عقرب ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۰۱
د مطلب کود : 77922
طالبانو د حکیم الله مسود پر ځای خان سید خپل مشر غوره کړ

تاند- پاکستاني طالبانو نن د خپل وژل شوي مشر حکیم الله مسود په ځای د نوی مشر د ټاکلو لپاره غونډه وکړه. لومړني راپورونه وايي چې خان سید، چې مشهور په سجنا دی، د قومندانانو د رایو په اکثریت غوره شوی دی.
خان سید د ډېره اسماعیل خان پر جېل د حملې پلان کړی و او ویل کېږي چې د پاکستان د پوځ پر یوه مهم مرکز هم د حملې پلان د ده له لوري تنظیم شوی و.
حکیم الله مسود نن په داسي حال کې په یوه نامعلوم ځای کې خاورو ته وسپارل شو چې په شمالي وزیرستان د امریکا بې پېلوټه الوتکې ګرځېدې او د مسود پلویانو پرې ډزې کولې.
د پاکستان د استخباراتو په قول راپورونه وايي چې د طالبانو ګڼ شمېر قومندانان او مشران د شمالي وزیرستان په یوه ناڅرګنده سیمه کې راټول شوي چې د حکیم الله مسود ځای ناستی وټاکي.
حکیم الله مسود د جمعې په ورځ سهار وختي له څلورو نورو سره میرانشاه ته نژدې په شمالي وزیرستان کې ووژل شو. که څه هم ویل کېږي چې د مسود وژنه له طالبانو سره د پاکستان د حکومت د خبرو بهیر له ستونزو سره مخامخولی شي خو داسي هم ویل کېږي چې نوموړی د پاکستان له حکومت سره د سولې د خبرو مخالف و او که د ده پر ځای داسي څوک غوره شي چې د سولې خبرو ته لېوالتیا ولري ممکن د پاکستان کار اسانه کړي.
په وزیرستان کې خلک وايي چې د حکیم الله مسود وژل کېدا په خلکو کې وېره او ترهه خپره کړې ده. د ده وژل کېدا پاکستاني طالبانو ته په یوه کال کې درېم لوی ګوزار دی. تر ده مخکې د مې په میاشت کې د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې مهم طالب قومندان ولي الرحمن وژل شوی و. په وروستیو ورځو کې د حکیم الله مسود ډېر نژدې او د باور وړ قومندان لطیف مسود د افغانستان له امنیتي ځواکونو څخه په زوره وتښتاوه.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcewo8f.jh8fwi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته