دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ عقرب ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۲۴
د مطلب کود : 77925
ولسي جرګې افغان کرکټ لوبډلې ته ستاینلیکونه او جایزې ورکړې

ولسي جرګې نن د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو ته د وروستیو بریاوو له امله ستاینلیکونه ورکړل او په نغدي جایزو یې هم ونازول.
د کرکټ ملي لوبډلې شااوخوا یوه میاشت وړاندې له کینیا سره پنځه لوبې وکړې چې؛ د څلورو په ګټلو سره یې د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام ته لاره پیدا کړه.
د افغانستان د کرکټ بورډ مشر شهزاده مسعود د ولسي جرګې په غونډه کې هیله وښوده چې؛ د کرکټ لوبډله به په نړیوالو سیالیو کې هم هېواد ته بریا راوړي.
د کرکټ پنځوس اوریزې نړیوالې سیالۍ په ۲۰۱۵ میلادي کال کې په استرالیا او نیو زیلاند کې کیږي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchmwnq.23nqidjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته