دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۴۵
د مطلب کود : 78059
حامدکرزي د غزني د وروستۍ تروریستي پیښې د شهیدانو له وارثینو سره خواخوږي وکړه

د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي د غزني ولایت د اندړو په ولسوالۍ کې د ماین د چاودنې د وروستۍ پیښې د شهیدانو له ورثوو سره وکتل او هغوی ته یې یو ځل بیا د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګندل کړل.
په یوه بس موټرباندې د ماین پدغه چاودنه کې چې د طالبانو لخوا ځای پرځای شوی و ۱۸تنه شهیدان او ۵ تنه نور ټپیان شوي وو.
په همدې ډول د هېواد جمهوررئیس په همدغه کتنه کې د غزني ولایت د یو تن دیني عالم مولوي نورالحق له زوی سره چې پلاریې د روان کال د وږي په ۲۱ نېټه د غزني په ولایت کې د طالبانو لخوا شهید شو، خواخوږي وکړه.
په دغه کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، د دغې پیښې د شهیدانو ورثوو د دې په ترڅ کې چې ددغې پیښې د رامنځته کېدو د څرنګوالي په اړه یې جمهوررئیس ته معلومات ورکړل، د جمهوررئیس حامدکرزي له غمشریکۍ او خواخوږۍ څخه یې مننه وکړه، وې ویل څه چې د الله رضا وي موږ هغې ته غاړه ږدو.
د شهیدانو وارثینو د دې په ترڅ کې چې د خپلو سیمو د امنیت د لاټینګښت غوښتنه یې وکړه، څرګنده یې کړه چې له دولت څخه خوښ یو، خو له هغو کسانو چې د خلکو د درد او رنځ سبب کیږي، غواړو چې له دې زیات زموږ د خلکو د درد او وژلو سبب نه شي.
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې د څرګندولو په ترڅ کې، هغه نغدي مرسته چې د ۱۸ تنو شهیدانو کورنیو او ۵ تنو ټپیانو او همدا راز هغه مرسته چې د شهید مولوي نورالحق کورنۍ ته یې د جلا حکمونو په ترڅ کې منظوره کړې وه، د هغو وارثینو ته وسپارله.
د دغې کتنې په پای کې حامدکرزي اړوندو چارواکو ته لارښوونه وکړه چې د شهیدانو کورنیو ته د غزني په ولایت کې د استوګنې ځمکې ورکړي او همدا راز د چارو د ادارې او د وزیرانو شورا د دارالانشا لوی ریاست ته یې لارښوونه وکړه چې په مشورتي لویه جرګه کې دې د شهیدانو ورثوو ته هم بلنه ورکړي.#

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgyz9u.ak97n4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته