کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سمنګان د والي مرستیال د کندوز والي وګومارل شو

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 14 عقرب 1392 ساعت 18:47


تاند- د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې له یوې خبرپاڼې سره سم د سمنګان د والي مرستیال غلام سخي بغلانی د کندوز د نوي والي په توګه وګومارل شو.
د دې ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دوی په وړاندیز او د ولسمشر کرزي په منظورۍ د سمنګان ولایت د مقام پخوانی مرستیال غلام سخي بغلاني د محمد انور جګدلک پر ځای د کندوز والي مقرر شو. د سیمه ییزو اورګانونو ادارې ویلي چې ښاغلی بغلاني د ولایت په چارو کې بشپړه تجربه لري او کولی شي چې د کندوز ولایت ښه اداره کړي.
دې ادارې د کندوز د پخواني والي محمد انور جګدلک د خدمت او بریاوو ستاینه هم کړې ده حال دا چې د کندوز د اوسېدونکو په وینا نه یې خلکو ته کار کړی او نه په تېرو څو کلونو کې چې والي و، په کندوز کې پاتې شوی دی. د دوی په وینا جګدلک ډېر وخت په کابل کې تېراوه او د ولایت چارې یې خپل مرستیال ته پرې ایښې وې.
همداراز اوازه ده چې د هلمند پخوانی والی ګلاب منګل به د ننګرهار والي وګومارل شي خو د سیمه ییز اورګانونو خپلواکې ادارې تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.
جګدلک د کندوز د تېرو والیانو په شان په جمعیت ګوند پوري تړلی و خو د بغلاني د کار او تنظیمي تړاو په اړه معلومات نشته.
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د ولایت پر مامورینو او خلکو ږغ کړی چې له ښاغلي بغلاني سره د چارو په ښېګنه کې مرسته او همکاري وکړي.


د مطلب کود: 78148

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/78148/د-سمنګان-والي-مرستیال-کندوز-وګومارل-شو

آوا
  https://www.avapress.com