دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ عقرب ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۴۸
د مطلب کود : 78184
د دایکندي ولایت پرمختیايي کنفرانس جوړ شو

دلړم میاشتې پر څوارلسمه د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له خوا، د دایکندي ولایت انکشافي کنفرانس جوړ شو. په دې کنفرانس کې، د دایکندي ولایت پر مسوولینو سربېره د سکتوري وزارتونو، سفارتونو او مرستندویه ادارو استازو برخه اخیستې وه.
د کنفرانس لومړنی ویناوال د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې لوی رییس عبد الخالق فراهي و. نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، سره د دې چې دایکندي، نوی جوړ شوی ولایت دی، خو په کمه موده کې یې د پرمختګ پر لور یو شمېر امېد بخښوونکي ګامونه پورته کړي دي. ښاغلي فراهي له سکتوري وزارتونو او مرستندویه ادارو هیله وکړه، چې په یاد ولایت کې خپلې پانګونې پراخې کړي. د نوموړي په وینا په دایکندي کې د پوهنیز بهیر چټکې ودې د دې ولایت د ښې راتلونکې په اړه هیلې زیاتې کړې دي.
د دایکندي والي عبد الحق شفق وویل، چې ولایت یې د امن له پلوه د هر ډول انکشافي پروژو د پلي کیدو لپاره چمتو دي. ده وویل، په دایکندي کې خلک له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او تر اوسه پکې هغسې انکشافي کارونه نه دي، شوي چې د خلکو اړتیاوې پوره کړي. نوموړي له سکتوري وزارتونو او مرستندویه بنسټونو هیله وکړه، چې د دایکندي ولایت پرمختګ ته پاملرنه زیاته کړي.
د سکتوري وزارتونو او مرستندویه بنسټونو استازو، دایکندي هغه ولایت وباله، چې د پانګونې فرصتونه پکې ډېر دي. دوی په یاد ولایت کې د خپلو پرمختیایي برنامو د پراخولو ډاډ ورکړ.
دا یکندي په ۱۳۸۳لمریز کال کې د افغانستان په اداري نظام کې د یوه نوي ولایت په توګه رامنځته شو. دا ولایت اووه اداري واحدونه لري او پراخوالی یې څه د پاسه ۱۷ زره کیلو متره مربع کېږي. د یادولو وړ ده، چې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له لوري په تېرو دوو کلونو کې د مختلفو ولایتونه لپاره لس ورته انکشافي کنفرانسونه جوړ شوي دي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcfjyde.w6dccaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته