دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ عقرب ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۰۳
د مطلب کود : 78383
له افغانستان سره د هند او پاکستان د همکارۍ په اړه د پینتاګون راپور

تاند- د امریکا دفاع وزارت یا پینتاګون پرون کانګریس ته وویل چې هند په افغانستان کې د پیاوړي او ثبات لرونکي رژیم غوښتونکی دی او هغه د سیمې د امنیت او اقتصادي پرمختګ لپاره حیاتي بولي.
پینتاګون کانګریس ته په خپل شپږ میاشتني راپور کې وویل:«د هند حکومت د افغانستان کلک ملاتړ ته دوام ورکړی، له دې هیواد سره یې له ۲۰۰۱ څخه تراوسه پوري د څه باندې دوه ملیارد ډالرو مرسته کړې، دا هیواد باثباته او امن افغانستان د ټولې سیمې د امنیت او اقتصادي ګټو لپاره خورا مهم ګڼي.»
د پینتاګون په راپور کې همداراز ویل شوي:«هند او افغانستان په ۲۰۱۱ میلادي کال د ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړ، چې د حکومتولۍ، اقتصاد، سوداګرۍ، تعلیم، عامه ادارې، امنیت او د قانون د حاکمیت په شمول په بېلابېلو برخو کې همکارۍ او مرستې پکې شاملېږي.»
د پنتاګون په راپور کې یادونه شوې چې هند، افغانستان او امریکا په ۲۰۱۲ میلادي کال درې اړخیزې خبرې اترې پیل کړي څو د سیمې پر سیاسي او اقتصادي مسلو سره سلا مشورې وکړي.
راپور وايي چې هند په افغانستان کې د خورا لویو پروژو د اجرا کېدو غوښتونکی دی.
«د هند مرستې په ابتدا کې د اساسي پروژو لکه د سلما بند جوړولو ته متمرکزې دي، دغه راز دې هیواد په افغانستان کې د نورو بندونو او سړکونو پروژې اجرا کړي او د دغه هیواد پولادو سیل (SAIL) کنسورشیم د ۲۰۱۱ میلادي کال په نوومبر کې د بامیان د حاجي ګک د ۷۵ فیصده وسپنې د ایستلو قرارداد ترلاسه کړی دی.
د پینتاګون په راپور کې دا هم ویل شوي چې هند د استانبول د غونډو په شان د افغانستان د مسلې د حل کولو لپاره په سیمه ییزو کنفرانسونو کې هم فعاله ونډه لرلې ده.
د پاکستان په اړه راپور څه وايي؟
د پنتاګون په راپور کې د پاکستان په اړه راغلي چې امریکا لا هم له اسلام اباد سره د رغنده او داسي اړیکو د لرلو هڅې کوي چې د دواړو خواوو ګټې پکې نغښتې وي.
خو په پاکستان کې پناهځایونه چې طالبان ورڅخه په افغانستان کې حملې کوي لا هم یوه جدي ستونزه ده، په تېره بیا د دغه هیواد پعه قبایلي سمو کې د ترهګرو خوندي ځالې.
راپور زیاتوي:«پاکستان له امریکا سره په ځینو کلیدي هدفونو کې همکارۍ ته لېوالتیا ښودلې ده، خو ستونزې او چلینجونه لا هم شته. دا هیواد په ښکاره د افغانانو په مشرۍ د سولې او پخلاینې په بهیر کې د مثبت رول لوبولو ژمنه کوي او دا په داسي حال کې ده چې په افغانستان کې د جګړې په پای ته رسولو کې د پاکستان رول ضروري او مهم دی.»
پینتاګون په عین حال کې وايي:«له دې ټولو سره سره د پاکستان همکاري محدوده ده.»
راپور زیاتوي: «سخت دریځي په افغانستان کې پر امریکايي پوځیانو د پاکستان له خاورې فعالیتونه تنظیموي. د سړک د غاړې چاودېدونکي مواد له پاکستانه افغانستان ته راوړي.»
راپور د پاکستان له لوري افغانستان ته د جنګېدونکو کسانو اوښتل د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د خرابوالي یو اساسي علت بللی دی.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgww9u.ak9774g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته