دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ عقرب ۱۳۹۲ ساعت ۱۵:۱۳
د مطلب کود : 78415
د افغانستان دفاع وزارت د یوه بریتانوي عسکر د محاکمه کولو هرکلی کړی
د افغانستان د دفاع وزارت د هغه برتانوي سرتیري د محاکمه کولو هرکلی کړی، چي د یوه ناپيژندل شوي زخمي وسله وال په قتل مجرم پیژندل سوی دی.
دا اول ځل دی چې د بریتانیې یو عسکر د افغانستان په جګړه کې په داسې تور محاکمه او بیا مجرم ګڼل کیږي.
د افغانستان د دفاع وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې وویل چې؛ په مجرمینو د قانون تطبیق د خلکو د ډاډ سبب کیږي.
رویټرز خبري اژآنس وايي، دا پیښه په ۲۰۱۱ (میلادي) کال کې په هلمند کې شوې وه.
د دې عسکر هویت پټ ساتل شوی دی.
د بریتانیا یوې پوځې محکمې دوو نورو عسکرو ته چې په همدې پيښه کې په لاس درلودو تورن شوي وو؛ برآت ورکړی دی.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdccp0qm.2bq4s8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته