دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۰۰
د مطلب کود : 78575
آرشیف
آرشیف
دغه مارکيټ چي د کندهار ښار ختيځ ته د شوراندام په سيمه کي په اويا جريبه ځمکه کي جوړيږي ٧٥ سلنه کار يي پاي ته رسيدلي دي.
د افغان غږ آژانس د رپوت له مخې، کندهار والي پوهاند ډاکتر توريالي ويسا له دې مارکيټ څخه د ليدني پر مهال وويل چي د مارکيټ په پرانيستلو سره به د کندهار محصولات تر نړيوالو مارکيټونو پوري په ښه ډول ورسيږي او د کندهار کروندګر او باغ لرونکي به له خپلو محصولاتو ښه ګټه په لاس راوړي.
د کندهار ښار ختيځ ته د شوراندام په سيمه کي پر نړيوال معيار په اويا جريبه ځمکه کي د ميوې مارکيټ جوړيږي.
ددغه مارکيټ کار چي ٧٥ سلنه پاي ته رسيدلي دي، د ژوند ټولي اسانتياوي پکښي په پام کي نيول سوي دي.
کندهار والي پوهاند ډاکتر توريالي ويسا د شاداب ظفر شرکت له مسئولينو سره يو ځاي ددې مارکيټ څخه د ليدني پر مهال وويل چي ددې مارکيټ جوړېدل به دکندهار لپاره يوه لويه لاسته راوړنه وي.
په خبره يي چي ياد مارکيټ پر نړيوال معيار جوړيږي، چي د سړو خونو د درلودلو ترڅنګ پکښي مسجدونو،روغتيايي مرکزونو،هوټولو او دې ته ورته نورو اسانتياو په لرلو سره به د کندهار محصولاتو ته ښه بازار پيدا کړي.
د هغه په وینا، د ميوې دغه لوي سوداګريز مارکيټ چي د شاداب ظفر شرکت لخوا جوړيږي کار به يي ډير ژر پاي ته ورسيږي.
ددې شرکت مشر حاجي صديق وايي ددې لپاره چي د کندهار خلګو ته يي خدمت کړي وي نو ځکه يي په خپل ولايت کي په زيات لګښت پانګه اچونه کړې ده.
هغه وايي ددې مارکيټ په جوړوني سره د کندهار باغ لرونکو او کروندګرو د محصولاتو لپاره به ښه بازار پيدا سوي وي او ددې سوداګريز مارکيټ د لاري به دکندهار حاصلات تر نړيوالو بازارونو پوري په لږ وخت کي ورسيږي چي زياته ګټه به يي کروندګرو او باغ لرونکي ته پاته سوې وي.
د يادوني وړ ده چي کندهار د افغانستان له لويو کرهڼيزو ولايتونو څخه شميرل کيږي خو ډيري وخت کروندګر شکايت کوي چي ددوي د حاصلاتو لپاره نړيوال بازار ندي پيدا سوي،چي له امله يي له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان دي.
د چارو شننونکي وايي چي په کندهار کي بايد مخکي لا داډول لوي سوداګريز مارکيټ جوړ سوي وايي تر څو د کروندګرو په اقتصاد کي د پام وړ بدلون راغلي وايي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjiiea.uqeoaz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته