دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۳۱
د مطلب کود : 78749
د ننګرهار اعتراض کوونکي: ځني حکومتي چارواکي له سړي تښتوونکو څخه ملاتړ کوي

په ننګرهار کې لسګونو اعتراض کوونکو ادعا وکړه چې؛ د حکومت ځني جګپوړي چارواکي له سړي تښتوونکو ګروپونو څخه ملاتړ کوي.
اعتراض کوونکو په جلال اباد ښار کې نن غونډه وکړه.
په دوی کې اکثره د هغو دوو ځوانانو خپلوان او خواخوږي وه، چې څو ورځې مخکې د سړي تښتوونکو یوې ډلې تر تښتولو وروسته ووژل.
حکومت د تښتوونکو دغه ډله نیولې؛ خو اعتراض کوونکو ادعا کوله، چې په کابل کې لوړپوړي چارواکي د دغو کسانو د ژغورولو کوښښ کوي.
د ننګرهار سرپرست والي محمد حنیف ګردیوال هم ویلي؛ چې په دې ولایت کې د سړي تښتوني پیښي ډیرې شوي دي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdccomqm.2bq408j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته