دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ عقرب ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۰۴
د مطلب کود : 78809
په میدان وردګو ولایت کې افغان امنیتي ځواکونو د روان کال په ترڅ کې نږدې شپږ سوه وسله وال طالبان وژلي،ټپیان او ژوندي نیولي دي
په میدان وردګو ولایت کې افغان امنیتي ځواکونو د روان کال په ترڅ کې نږدې شپږ سوه وسله وال طالبان وژلي،ټپیان او ژوندي نیولي دي.
دغه خبره د میدان وردګو ولایت والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼی د ولایت مقام له لورې د امنیتي ارګانونو د ستاینې په غونډه کې چې په امنیه قوماندانۍ کې نن ( چهارشنبه) جوړه شوې وه، وکړه .
نوموړي زیاته کړه، په میدان وردګو ولایت کې ټولو امنیتي ارګانونو د خپل منځي همغږۍ به ترڅ کې بې سارې لاسته راوړنې له ځان سره درلودې،چې له امله یې په وروستیو کې دواړو لویو لارو کې امنیتي وضعیت کې مثبت بدلون رامنځته شوی دی.
ده همدا راز زیاته کړه،د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې په امنیتي وضعیت کې د پخوا په پرتله ډېر زیات بدلون راغلی،په لویو لارو د اکمالاتي کاروانونو په لیږد رالیږد کې هم شته ستونزې په بشپړ ډول حل شوي. 
د میدان وردګو د والي په وینا زموږ کورنیو امنیتي ځواکونو د روان کال په ترڅ کې د خپلو عملیاتو په ترڅ کې دوه سوه څلور نوي وسله وال مخالفین وژلي،یوسلو دوه اتیا نور یې ټپیان کړي او دوه اویا تنه نور یې ژوندي نیولي.
د ده په خبره په بریالیتوب سره د موټر سایکلونو بندیدل،د مخالفینو له لورې د ځای پرځای شویو ماینونو لمنځه وړل،د فساد پر ضد په مبارزه کې بشبړه همکاري او د مخالفینو د هدفونو شنډول هغه څه دي،چې باید په دغه ولایت کې ټول امنیتي ارګانونه وستایل شي.
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼی وایی،په داسې حال کې چې له یو کلنو پرلپسو هڅو په ترڅ کې بریالی شوی،چې ټولې امنیتي ادارې سره همغږي کړي .
ده پر د فاع او کورنیو چارو وزارتونو او ملي امنیت لوی ریاست باندې هم غږ وکړ،چې په دغه ولایت کې د خپلو منسوبینو ستاینه په ښه ډول ترسره کړي. 
د میدان وردګو ولایت امنیه قوماندان،ملي امنیت رئیس،د ملي اردو د څلورمې پلې لیوا قوماندان او یو شمیر نورو هم د خپلو خبرو په ترڅ کې ژمنه وکړه،چې په ورسپارل شویو دندو کې به تردې نور هم ښه فعالیتونه ترسره کړي.
دوی د میدان وردګو والي څخه مننه وکړه،چې د دوی په ستاینه یې د دوی حوصلې نورې هم لوړې کړې او هڅه به وکړي،چې د میدان وردګو ولایت په امنیت راوستلو کې شپه او ورځ هلې ځلې وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjhoea.uqeoyz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته