کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

څلور وسلوال په میدان وردک کې وژل شوی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 29 عقرب 1392 ساعت 19:09


په میدان وردګو ولایت کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې څلور وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ زره کیلوګرامه چاودېدونکي توکې ونیول شول .
د افغان غږ آژانس د رپوت له مخې، د میدان وردګو ولایت د مرکز میدان ښار په دره کهنه سیمه کې د ګډو کورنیو ځواکونو د یو لړ چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو مخالفینو یو لوی زیرمتون چې په کې شپږ زره کیلو ګرامه بېلابېل ډوله چاودېدونکي توکې ځای پر ځای شوي وو،کشف او ترلاسه کړل.
د دغه چاڼیزو عملیاتو پر مهال د یادو بېلابېلو چاودېدونکو توکو په تور څوک ندي نیول شوي او په ترسره شوي عملیاتو کې ملکي او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان هم ندی اوښتی.
همدا راز تېره شپه د جغتو ولسوالۍ په قول پیرک سیمه کې د یوه هوایي برید په ترڅ کې درې وسله وال طالبان وژل شوي،همدا راز د نرخ ولسوالۍ په ده حیات سیمه کې امنیتي ځواکونو د عملیاتو به ترڅ کې یو وسله وال طالب وژل شوی او یو بل ژوندی نیول شوی دی .


د مطلب کود: 79318

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/79318/څلور-وسلوال-په-میدان-وردک-کې-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com