خوښ ديک ۰

په میدان وردګو ولایت کې د دوه قوماندانو په ګډون درې وسله وال طالبان

په میدان وردګو  ولایت کې د دوه قوماندانو په ګډون درې وسله وال طالبان
د میدان وردګو ولایت مرکز میدان په کهنه خمار سیمه کې تېره شپه د یوه هوایي برید په ترڅ کې د وسله والو طالبانو دوه قوماندانان نورسعید او عزت الله ووژل شول . له یادو قوماندانانو سره د دوی یو بل ملګری نور چې مشهور په نورو وو،هم وژل شوی دی . په ورته وخت کې امنیتي ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې چې تېره شپه یې د لومړۍ بهسودو ولسوالۍ په ماچه قول سیمه کې ترسره کړل،د دوه اتیا ملي متري توپ څلور مرمۍ پرته له کوم زیان اړونې کشف او لمنځه یوړې . په درنښت عطاالله خوږیاڼی د میدان وردګو ولایت ویاند
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
دوشنبه ۴ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۷:۱۳
د مطلب کود: 79705 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *