دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۰:۴۰
د مطلب کود : 79747
د ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې د طالبانو پر ګډون اندېښمن یم
د غزني د والي مرستیال د خپل ولایت د ولایتي شورا په انتخاباتو کې د طالبانو پر کاندیدیو اندېښنه ښکاره کړه.
د افغان غږ آژانس د رپوت له مخې،د غزني مرستیال والي محمد علي احمدي د دوشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل:«په غزني کې ولایتي شورا ته د یو شمېر طالبانو کاندیدیدا د اندېښنې وړ ده.
ده د کوم کاندید نوم وانخیست، خو ویې ویل چې پخوا به طالبانو انتخابات د لوېدیځوالو سیاسي لوبه بلله، خو اوس د دې ډلې غړي په خپله په انتخاباتو کې ګډون کوي.
ښاغلي احمدي ونه ویل چې په انتخاباتو کې د طالبانو ګډون د ده په نظر ولي د اندېښنې وړ ده. دا په داسي حال کې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمیسون او د ولسمشر کرزي په ګډون دولتي چارواکو په ځلونو طالبانو ته بلنه ورکړې چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې برخه واخلي او خپل کاندیدان معرفي کړي.
د حکمتیار د اسلامي حزب دوو مطرح غړیو ځانونه کاندید کړي دي. د حکمتیار پخواني مرستیال قطب الدین هلال ځان ولسمشرۍ ته نومولی خو د دغه ګوند یو بل غړي انجنیر محمد خان د عبدالله عبدالله له لوري لومړی مرستیال معرفي شوی دی.
د غزني د والي مرستیال ښاغلي احمدي هم په ټولټاکنو کې د حزب اسلامي ګډون ته په اشارې وویل:«که طالبان باور لري چې له ولسي ملاتړه برخمن دي، پکار ده چې د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي په شان خپل کاندیدان معرفي کړي.
حکمتیار په خپله انتخابات بایکاټ کړي او په انتخاباتو کې کاندید شوي حزبیان یې د اسلامي حزب کاندیدان نه دي بللي.
قطب الدین هلال ویلي چې د حزب له خوا کاندید نه دی خو محمد خان ځان د حزب د بېلې شوې یا منشعب شوې ‌ډلې کاندید بولي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbzzbz.rhb9ap3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته