کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۴ تنه ترهګر طالبان ووژل شول

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 5 قوس 1392 ساعت 14:57


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د هلمند ، پکتیا ، لوګر ، کندهار ، بدخشان ، نورستان او ننګرهار ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل، ۴ تنه ترهګر طالبان ووژل شول او۱۸ تنه د امنیتی ځواکونو له لورې ژوندې ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه مهمات او چاودیددونکې توکې د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ، ۳ کړې ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د هرات او هلمند ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځاي پر ځاي شوي وو کشف او شنډ کړل .


د مطلب کود: 79778

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/79778/۴-تنه-ترهګر-طالبان-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com