دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۰:۲۵
د مطلب کود : 79827
د تاپی د پروژې د مالي مشورتي خدمتونو قرارداد لاسلیک شو
د ترکمنستان – افغانستان- پاکستان – هند (TAPI)د ګازو پایپلاین د پروژې د غړو هېوادونو استازي د مالي مشورو خدمتونو قرارداد (TASA) یي د تاپي د پروژې د ۲۴ تخنیکې غونډې په بهیر کې چې د نوامبر په ۲۰ مه او ۲۱ د ترکمنستان د نفت او ګازو وزارت د کنفرانسونو په تالار کې د عشق آباد په ښار کې دایره شوې وه، لاسلیک کړ. 
د افغانستان لخوا د معادونو او پطرولیم وزارت مرستیال ښاغلی نصیر احمد دراني او په عشق آباد کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت استازی ګډون کړی وو. ښاغلی دراني د تاپي په پروژه کې پرمختګونه یې مثبت ارزولی او د پروژې تخنیکي آسانچار په توګه د آسیا پراختیایي بانک له فعالیتونو څخه قدرداني وکړ. هغه ژمنه وکړه چې افغانستان به د دې پروژې د تحقق لپاره اغیزمن ګامونه پورته کړي.
لوري همدارز موافقه وکړه چې د آسیا پراختیایي بانک د دې پروژې د سکرتریت په توګه خپل کار ته دوام ورکړي. سکرتریت هم ژمنه وکړه چې د تاپي د اجرائیوي قرارداد (Operation Agreement) د اړتیا وړ ټول مواد به د روان میلادي کال د نوامبر تر ۲۹ پورې برابر او د تاپي غړو هېوادونو د چارواکو له تائید وروسته په یو له غړو هېوادونو کې د هغه د لاسلیک لپاره وړاندیز وکړي. د تاپي د پروژې د اجرائیوي قرارداد لاسلیکول د دې پروژې د طبیق یو له سترو ګامونو څخه شمېرل کېږي.
ګډون کوونکي هېوادونه ژمنه وکړه چې د پېرودونکو هېوادونو ( افغانستان، پاکستان او یا هندوستان) له خوا د اضافي ګازو د اړتیا په صورت کې باید پلورونکې هېواد ( ترکمنستان) ته ۴۸ ساعته وړاندې خبر وکړي ترڅو د اړتیا وړ ګاز په ټاکل شوي وخت سره برابر شي. په دې غونډه کې د ګازو ترکیب او مقدار په هکله چې سلفر او نور کیمیاوي ترکیبات په برکې نیسي، هم خبرې وشوې.
د نوامبر پر ۲۰ مه په یوه بله دوه اړخیزه ناسته کی پاکستان او ترکمنستان د ګازو د رانیولو او خرڅونی د تصحیح قرارداد (GSPA) د ګازو د مقدار په اړه خبری اتری وکړی. ترکمنستان ژمنه وکړه چی د کنسرسیوم د مشرتابه پای لست به د روان کال د دسامبر تر میاشتی پوری به و غړیو هېوادونو ته وسپاری.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca0an0.49nou1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته