دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۲۳
د مطلب کود : 79936
په کابل کې د افغانستان او پاکستان د تولیداتو یو نندارتون پرانستل کیږي
په کابل کې نن د افغانستان اوپاکستان د تولیداتو یو نندارتون پرانستل شي. دا درې ورځنی نندارتون د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ اوصنایعو د ګډو خونو لخوا پرانستل کیږي. د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډوخونو مسوولین د دې ډول نندارتونونو جوړول د دواړو هیوادونو د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره ډیرمهم بولي. دوی وايي، د دواړو هیوادونو د محصولاتو لپاره دا ډول نندارتونونه کولاي شي؛ د سوداګرۍ د ودې لپاره د زمینې له برابرولو سربیره د افغانستان او پاکستان اړیکې نورې تقویه کړي. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزي د چهارشنبې په ورځ د د دواړو هیوادونو د ګډ نندارتون د معرفی کولو پر وخت وویل چې؛ دا ډول ګډ نندارتونونه به د افغان سوداګرو ټرانزیټي ستونزې تر یو حده حل کړي: د افغانستان او پاکستان د محصولاتو ګډ درې ورځنی نندارتون د پنجشنبې په ورځ په کابل کې پرانیستل کیږي. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې په دغه نندارتون کې پینځه دېرش غرفي د پاکستانیو محصولات او لس د افغانستان د محصولاتو لپاره په پام کې نیول شوي دي. په دې ګډ نندارتون کې تر ډیره د افغانستان وچه میوه، قالینې او قیمتي ډبرې نندارې ته وړاندې کیږي. دا د افغانستان او پاکستان د محصولاتو دوهم ګډ نندارتون دي چې؛ پرانستل کیږي، تېرکال هم ورته نندارتون په کابل کې جوړ شوی وو. د پاکستان د سوداګرې او صنایعو خونې مسوولین وايي؛ چې د پاکستان صدراعظم نواز شریف به هم د دې نندارتون په وروستۍ ورځ کې برخه واخلي. په عین وخت کې د پاکستان د سوداګرې او صنایعو خونې مشر "ډاکټر شمایل داود آرین" وايي؛ چې دا دول نندارتونونه کولی شي؛ د دواړو هېوادونو پر سوداګری مثبته اغیزه پرې باسي. "دا یو لوی چانس دی چې، موږ وکولای شو سوداګري ته وده ورکړو؛ موږ اوس په نظر کې لرو چې، کولای شو د سوداګرې سطحه ۵ میلیاردو ډالرو ته ورسوو. موږ هیله لرو چې، په نږدي راتلونکي کې پاکستان د افغانستان او پاکستان د ګډ نندارتون کوربه وي." په داسې حال کې افغان او پاکستانې سوداګر د نندارتونونو د پرانستلو له لارې غواړي چې؛ د دواړو هیوادونو سوداګریزې اړیکې غښتلې کړي چې؛ له دې څخه وړاندې د دواړو هیوادونو سوداګریزې اړیکې له زیاتو ستونزو سره مخامخ وي. که څه افغانستان له پاکستان سره د ټرانزیت په برخه کې یو تفاهم لیک له مخکې نه لاسلیک کړي؛ خو افغان سوداګرو په وار وار ویلي چې، پاکستان لا تراوسه هم هغه تفاهم لیک سم نه دی عملی کړی. افغان سوداګر وایي، د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې له پاکستان سره ډیرې ستونزې لري ځکه چې د دوی په خبره پاکستان په اقتصادي او سوداګریزو مسایلو کې هم سیاسي اهداف پرمخ وړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcb09bz.rhb9fp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته