کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا وايي، د کرزي پرځای د بل افغان چارواکي له لاسلیک سره اختلاف نه لري

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 7 قوس 1392 ساعت 11:19


تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ولسمشر کرزي پرځای د بل افغان چارواکي له لوري له امریکا سره د امنیتي موافقې لاسلیککېدا ممکنه وبلله. د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویندويې ساکي وویل چې امریکا له هر هغه چا سره موافقه لاسلیکوي چې کرزی یې دې کار ته وګوماري خو واشنګټن افغانستان نه هڅوي چې دا کار وکړي. پرون لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د څو امریکايی چارواکو په قول ویلي و، د دې لپاره چې کرزی نه غواړي د راتلونکي کال تر انتخاباتو وروسته وخت پوري موافقه لاسلیک کړي د اوباما حکومت د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ضراراحمد مقبل او نور افغان چارواکي هڅوي چې په راتلونکو څو اوونیو کې له امریکا سره دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک کړي. سپینې ماڼۍ ویلي، که د روان میلادي کال تر پایه پوري امنیتي موافقه لاسلیک نه شي امریکا به له افغانستانه خپل ټول ۴۷ زره پوځیان راتلونکی کال وباسي. او د دې کار په نتیجه کې ممکن افغانستان له طالبانو سره په جګړه کې له کافي نړیوالې مرستې بې برخې شي. خو د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویندویې جین ساکي دا خبره رد کړه چې ګنې امریکا د کرزي پر ځای نور افغان چارواکي له واشنګټن سره د امنیتي موافقې لاسلیکولو ته هڅوي. د اوباما حکومت له افغانستان سره د امنیتي موافقې د لاسلیکولو په صورت کې غواړي چې له ۲۰۱۴ وروسته په دې هیواد کې له تروریزم سره د جګړې لپاره له شپږو تر لسو زرو پوځیان پرېږدي خو ځیني امریکايي قومندانان د ۱۲ زره عسکرو په پرېښودلو ټینګار کوي.


د مطلب کود: 79937

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/79937/امریکا-وايي-د-کرزي-پرځای-بل-افغان-چارواکي-له-لاسلیک-سره-اختلاف-نه-لري

آوا
  https://www.avapress.com