کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

9 تنه په میدان وردک کې ژوبل شوی دی

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 7 قوس 1392 ساعت 13:27


په میدان وردګو ولایت کې د وسله والو طالبانو د دوه قوماندانانو په ګډون شپږ وسله وال طالبان او یو ملازم په شهادت رسیدلی . د افغان غږ آژانس د رپوت له مخې، د میدان وردګو ولایت په سیداباد،نرخ،جغتو او مرکز میدان ښار کې تېره شپه د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو دوه قوماندانان د څلورو نورو ملګرو سره یوځای وژل شوي او زیات شمیر مهمات او چاودیدونکې توکې هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي،همدا راز یو ملازم هم د مخالفینو له لورې په شهادت رسول شوی . د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ په جنګجای او هاشم خیلو سیمه کې د هوایي برید او کورنیو ځواکونو د ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د یو سرګروپ په ګډون دوه تنه وژل شوي او پنځه حلقې د وسایطو ضد ماینونه یې کشف او لمنځه وړي دي. د نرخ ولسوالۍ په سره قلعه سیمه کې تېره شپه د یوه هوایي برید په ترڅ کې د وسله والو طالبانو یو قوماندان ملا نعمت الله چې مشهور په ګلپی وو،د یو بل ملګري سره یو ځای ووژل شو،همدا راز امنیتي ځواکونو یوه حلقه د وسایطو ضد ماین پرته له کوم زیان اړونې لمنځه وړی دی په ورته وخت کې په جغتو ولسوالۍ کې د کورنیو ګډو ځواکونو له لورې د نصرت په نوم د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي دي. د مرکز میدان ښار په ممي خیلو سیمه کې کورنیو ګډو ځواکونو تېره شپه عملیات ترسره کړي،چې په زیات اندازه چاودېدونکې توکې او مهمات یې ترلاسه کړي،خو په تور یې څوک ندی نیول شوی . په یادو ترسره شویو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی . د یو بل خبر له مخې د نرخ ولسوالۍ په صد مرده سیمه کې د وسله والو طالبانو له لورې د یوه ښوونځي ملازم عبدالکریم په شهادت رسول شوی دی.


د مطلب کود: 79949

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/79949/9-تنه-په-میدان-وردک-کې-ژوبل-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com