دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۱۶
د مطلب کود : 79999
ایران د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس ته د آراک د درنو اوبو د تاسیساتو د لیدو بلنه ورکړه
د پریس ټي وي د راپور له مخې د آټومي انرژۍ د نړیوال آژانس عمومي مدیر یوکیا آمانو نن وویل ،ایران د دغه آژانس پلټونکو ته بلنه ورکړي ده،چې د دسامبر په اتمه د ایران د اراک د درنو اوبو د راکټور لیدونه وکړي . رویترز هم په دې اړه وویل، دغه لیدنه د جینیوا د موافقې پر اساس لومړنی ګام بلل کیږي. ویل کیږي چې ایراني پلاوې او د آژانس مشر آمانو په جینیوا کښې د دغه هیواد او ۵+۱ ډلي د شوي موافقې په چوکاټ کښې نن په ویانا کښې له یوه بل سره لیدلي دي . آمانو په دغه کتنه کښې د ایران او ۵+۱ ډلي د خبرو اترو په پایلو خبر کړاي شو او د ایران له استازو سره یې د جینیوا د موافقې په چوکاټ کښې د ایران د خپلي خوښي په اقداماتو د اجرا لپاره د آژانس په څارنې ټینګار کړی دی .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcaoon0.49noo1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته