کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان لومړی وزیر نوازشریف د خالي په ورځ کابل ته ځي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 7 قوس 1392 ساعت 19:16


د پاکستان لومړی وزیر نوازشريف د شنبې په ورځ کابل ته سفر کوي چې؛ له افغان چارواکو سره د سولې پر بهير خبرې وکړي. د پاکستان لومړی وزیر په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي چې؛ پاکستاني چارواکو درې نور طالب مشران خوشې کړل. پاکستان وايي چې، د افغانستان د سولې په بهير کې د اسانتيا د راسوتلو لپاره مرستې ته تيار دی او افغان طالبان يې هم په همدې لړ کې خوشې کړي دي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د ويندوي اعزاز احمد چوهدري په وينا ښاغلي نواز شريف به د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره د نورو طالبانو د خوشي کولو او د سولې د بهير په اړه وږغېږي. تر دې مخکې ده د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره د اګست په مياشت کې په اسلام اباد او دغه راز د بريتانيا د لومړی وزیر په بلنه په لندن کې کتلي وو. د "ډي. پي. اې" خبري اژانس د راپور له مخې يوه افغان چارواکي وويل چې؛ د ښاغليو کرزي او شريف د خبرو تمرکز به د طالبانو له مشرانو سره د خبرو د امکان په برابرولو کې د پاکستان پر مرستې وي. افغان طالبانو په ځلونو د افغانستان له حکومت سره د سولې د خبرو مخالفت کړي. کابل له اسلام اباده مرسته غوښتي چې؛ له طالبانو سره د دوی د خبرو د پيلولو لاره اواره کړي؛ ځکه چې د دې ډلې مشران د پاکستان په خاوره کې اوسي او پاکستان پرې اغېز لري. کرزي روانه اوونۍ مشورتي لويې جرګې ته ويلي وو؛ چې د افغانستان سوله د امريکا او پاکستان په لاس کې ده.


د مطلب کود: 80000

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/80000/د-پاکستان-لومړی-وزیر-نوازشریف-خالي-په-ورځ-کابل-ته-ځي

آوا
  https://www.avapress.com