دخپریدو نیټه :شنبه ۹ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۵۱
د مطلب کود : 80061
ناټو د وروستۍ حملې په خاطر رسماً بخښنه وغوښته
تاند- د امریکا په مشرۍ ناټو ځواکونو پرون /جمعه/ د هلمند ولایت د هغې حملې په خاطر، چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي وویل په ترڅ کې یې دوه کلن ماشوم وژل شوی، رسماً بخښنه وغوښته. د ملکیانو تلفات د افغانستان او امریکا د امنیتي تړون د لاسلیک یو اصلي خنډ بلل کېږي.
 له امریکا سره د امنیتي موافقې د لاسلیکولو لپاره د افغانستان د ولسمشر یوه اساسي غوښتنه دا ده چې امریکايي پوځیان به د افغانستان په خاوره کې هرراز عملیات پای ته رسوي. کرزی وايي، امریکايي پوځیان دې د افغانستان په جګړه کې مداخله نه کوي او که د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کوي د افغانستان له پولو دباندې دې د هغوی پناهځایونه په نښه کړي. په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو یوه ویندوی وویل چې د دوی عمومي قومندان جنرال جوزیف ډانفرډ د هلمند له پېښې سمدستي وروسته ولسمشر کرزي ته ټېلفون وکړ او پر پېښه یې ژوره خواشیني څرګنده کړه. 
ده وویل:«موږ په کور حمله نه ده کړې او نه مو کوم کور په نښه کړی دی. زموږ له معلوماتو سره سم هوايي حمله پر سړک شوې ده. له بده مرغه وژل شوی کس د حملې ځای ته نژدې و.» ډنفرډ ولسمشر کرزي ته ویلي چې حاضر دی چې د دې برید په اړه، چې ایساف وايي د طالبانو یو قومندان یې په نښه کړی دی، څېړنې وشي.
 د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ په هلمند کې پر یوه کور د امریکايي ځواکونو حمله، چې له کبله یې یو ماشوم ووژل شو او دوې ښځې ژوبلې شوې، په کلکه وغندله. 
حامد کرزي، چې له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیکولو یو مهم شرط د افغانانو پر کورونو د امریکايي پوځیانو د حملو پای ته رسېدا اعلان کړې وه، وویل چې د هلمند دا برید له امنیتي تړون سره د ده د مخالفت یو بل دلیل وباله د ولسمشر کرزي ویندوی د دې برید په اړه وویل :«دا ښيي چې امریکايي پوځیان د لویې جرګې پرېکړو او د افغانانو ژوند ته هیڅ درناوی نه لري.» فیضي همداراز ویلي:« د داسي عملیاتو د دوام په صورت کې به افغانستان هیڅکله له امریکا سره امنیتي موافقه لاسلیک نه کړي.»
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdccsxq4.2bqxe8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته