دخپریدو نیټه :شنبه ۹ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۴۰
د مطلب کود : 80120
د بهسودو ولسوالیو یوشمیر مشران در میدان وردک والی سره لیدنه وکړه
د بهسودینو ولسوالیو زدکړیالانو د یو شمیر مشرانو په ملیتا د میدان وردګو والي سره د یو شمیر ستونزو د حل په موخه لیده کاته وکړ . 
د افغان غږ آژانس د رپوت له مخې، د میدان وردګو ولایت د لومړۍ بهسودو او دویم بهسودو ولسوالیو زدکړیالانوپه مشرانو جرګه او ولایتي شورا کې د دغه ولایت له والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي سره په یادو ولسوالیو کې د یو شمیر ستونزو د حل په موخه ناسته ترسره کړه . 
دغه زدکړیالانو وویل: د دوی په ولسوالیو کې په یو شمیر سیمو کې سړکونه تخریب شوي،روغتیایي سهولتونو کې ستونزې شتون لري او همدا راز د کانکور د ازموینې د اخیستلو پرمهال یې هم ځینو ستونزو ته ګوته ونیوله. 
دوی د یادو ستونزو د حل په موخه د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیآڼي څخه د مرستې غوښتنه وکړه.
 د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د زدکړیالانو د ستونزو د حل په موخه د عامې روغتیا،پوهنې او فوائد عامې مسؤلین یادو ستونزو ته د ځواب ویلو په موخه راوبلل،چې مسؤلینو د شته ستونزو د حل ډاډ ورکړ. 
د میدان وردګو والي له یادو زدکړیالانو څخه وغوښتل،چې خپلې ستونزې یو ځل بیا تعقیب کړي او که کومه ستونزه ولري نو باید یو ځل بیا ورته ناسته سره ترسره او ستونزو ته د حل لارې چارې په ښه توګه برابري کړو.
 ده له نورو ځوانانو څخه هم غوښتنه وکړه،چې د خپلې سیمې د ستونزو د حل په موخه باید له اړونده مسؤلینو څخه غوښتنې وکړي،ترڅو د ستونزو مخنیوی وشي .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdciuzav.t1aur26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته