کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان او پاکستان د طالبانو لپاره د دفتر په پرانستلو موافقه وکړه

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 11 قوس 1392 ساعت 19:01


تاند- افغانستان او پاکستان موافقه کړې چې ډېر ژر هڅې پیل کړي چې د طالبانو دفتر په یوه درېمګړي هیواد کې پرانستل شي. یوه پاکستاني چارواکي، چې له نوازشریف سره د کابل په وروستي سفر کې ملګری و، وویل: ښاغلیو کرزي او شریف په کابل کې موافقه وکړه چې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو او د سولې د بهیر د چټکولو لپاره یو نوی میکانیزم جوړ کړي. دغه پاکستاني چارواکي، د پاکستان تریبیون ورځپاڼې ته همداراز ویلي، دواړه خواوې به ژر په سعودي عربستان یا ترکیه کې طالبانو ته د سیاسي دفتر د پرانستلو پر لارو چارو غور پیل کړي. دغه پاکستاني چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، زیاته کړه« نوازشریف د پاکستان په خاوره کې د طالبانو د رسمي دفتر د پرانستلو په باب د افغان ولسمشر حامد کرزي غوښتنه ونه منله، او هغه ته یې وړاندیز وکړ چې د طالبانو لپاره دې سیاسي دفتر په ترکیه یا قطر کې جوړ شي.» نوازشریف همداراز وویل چې پاکستان به د افغانستان د سولې په بهیر کې د یوه مشر په حیث نه بلکې د یوه مرستندوی هیواد رول ولوبوي او که طالبانو ته دا دفتر په پاکستان کې جوړ شي د پاکستان د اصولي دریځونو خلاف کار به شوی وي. د پاکستان تریبیون ورځپاڼې له نوازشریف سره د کابل د شنبې د ورځې په سفر کې د ملګري پاکستاني سیاستوال له قوله همداراز ویلي چې په راتلونکو څو اوونیو کې ډېره هیله شته چې د افغان طالبانو د سیاسي دفتر د پرانستلو په برخه کې لوی پرمختګ وشي. طالبانو د روان میلادي کال په جون کې د قطر په مرکز دوحې کې دفتر پرانست خو څلرویشت ساعته وروسته د افغانستان د ولسمشر د اعتراض له کبله وتړل شو.


د مطلب کود: 80327

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/80327/افغانستان-او-پاکستان-د-طالبانو-لپاره-دفتر-په-پرانستلو-موافقه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com