کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ناټو سرچینې وايي، د افغانستان او امریکا خبرې خطرناک پړاو ته نژدې شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 13 قوس 1392 ساعت 10:53


تاند- د ناټو سرچینې وايي چې پر امنیتي موافقې د افغانستان او امریکا خبرې داسي پړاو ته نژدې شوي چې ورڅخه بېرته شاته تګ نشته.
له بروکسله د جینز ډیفینس اوونیزې د راپور له مخې د ناټو چارواکو او دیپلوماتانو وویل، له ۲۰۱۴ وروسته د امنیتي موافقې په اړه د افغانستان او امریکا ترمنځ له خنډ سره مخامخ خبرې پر له پسې داسي لور ته پرمخ روانې دي چې ورڅخه د بېرته ستنېدو لار نه لیدل کېږي.
دوی وویل، که په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د وضعیت په اړه د کابل او واشنګټن ترمنځ په دوه اړخیز امنیتي تړون دواړه خواوې د روان کال تر پایه موافقه ونه کړي د ناټو او کابل ترمنځ د پراخې موافقې امکان به هم له منځه لاړ شي او د افغانستان لپاره به د نه مخنیوي وړ منفي خطرونه پېښ شي.
د ناټو یوه جګپوړي چارواکي وویل:«که دوه اړخیزه موافقه د کال تر پایه لاسلیک نه شوه، موږ به مجبوره شو چې لاړ شو، له ۲۰۱۴ وروسته به هیڅ پوځي په افغانستان کې پاتې نه شي او موږ د دې شي غوښتونکي نه یوو.»
پرون د ناټو سرمنشي اندریس فوګ راسموسن خبرداری ورکړی و چې که د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د امریکا له متحدو ایالتونو سره دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک نه کړي ناټو افغانستان ته د افغان ځواکونو د روزنې لپاره غیرمحارب ځواکونه او سلاکاران نه شي لېږلی.
ده د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي موافقه د ناټو لپاره ضروري وبلله، ویې ویل دا موافقه له ۲۰۱۴ وروسته چې نړیوال محارب پوځیان له افغانستانه وځي، د افغان امنیتي ځواکونو د مرستې او روزنې د پلانونو لپاره قانوني چوکاټ برابروي.


د مطلب کود: 80460

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/80460/د-ناټو-سرچینې-وايي-افغانستان-او-امریکا-خبرې-خطرناک-پړاو-ته-نژدې-شوي

آوا
  https://www.avapress.com