دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۵:۳۵
د مطلب کود : 80594
په هلمند کې یوې ځانوژونکې حمله یو پولیس وژلی او بل یې ټپي کړی دی
په هلمند ولایت کې په یوې ځانوژونکې حمله کې یو پولیس ووژل شو او بل ټپي شو. 
د هلمند د امنیې قومندانۍ ویاند احمد فواد عسکري ازادي راډیو ته وویل؛ دا حمله تېره شپه د مارجې په ولسوالۍ کې په یوې پوستې وشوه.

د یو بل خبر له مخې: د کونړ چارواکي وايي، په چپې درې ولسوالۍ کې د هاوان یوه مرمرۍ لګیدلې چې پنځه تنه یې ټپيان کړي دي.
د کونړ امنیه قومندان ازادي راډیو ته وویل؛ پېښه پرون شپه شوې او په ټپیانو کې درې پولیس هم شامل دي.
ښاغلي سیدخیل وویل، د افغان ځواکونو په ځوابي ډزو کې یو تن وسله وال مخالف وژل شوی او یو بل یې ټپي دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دغو دواړو پیښو په اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdok0j.yt0zn6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته