دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۳۷
د مطلب کود : 80841
UNDP له سیمه ییزې حکومتوالۍ سره مرستو ته دوام ورکوي

د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام یا (UNDP  ) د آسیا پسیفیک څانګې مشر هالینګ سوو کابل ته د سفر پرمهال د لیندۍ میاشتې پر شپاړسمه نېټه د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له چارواکو سره وکتل.
په دې کتنه کې د سیمه ییزو ارګانونوخپلواکې ادارې لوی رییس عبدالخالق فراهي، د پالیسۍ او تخنیکي چارو معین دکتور فرید ماموندزی، د اداري او مالي چارو معین عبد المتین بیک، د ادارې رییسانو او د یو ان ډي پي ځینو استازو ګډون کړی و.
فراهي د ملګرو ملتونو یاد لوړپوړي استازي ته تر هرکلي وروسته دملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام د سیمه ییزې حکومتوالۍ مهم مرستندوی وباله. نوموړي د سیمه ییزې حکومتوالۍ برنامې یا اې اېس جي پي د ملاتړ له امله د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له مسوولینو مننه وکړه او په راتلونکې کې یې د همکاریو پر دوام بحث وکړ.
د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام  استازي د افغانستان د سیمه ییزې حکومتوالۍ په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه وستایل او زیاته یې کړه، چې  یو ان ډي پي  به په راتلونکې کې هم د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له محلي برنامو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي. د یادولو وړ ده چې د ملګرو ملتونو د نړېوالې پراختیا اداره د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې سره د سیمه ییزې حکومتوالۍ د برنامې په چوکاټ کې له تېرو دریو کلونو راهیسې مرسته کوي. دې ملاتړ د ظرفیت لوړونې، اداري پراختیا او سیمه ییزې پلان جوړونې په برخه کې مهمو لاسته راوړنو کې پوره ونډه لرلې ده.
\"\"

\"\"
\"\"
\"\"

https://avapress.com/vdcizvav.t1au526kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته