کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چارواکي: امنیتي ځواکونو هغه میرمن ژغورلې چې طالبانو سنګساروله

18 قوس 1392 ساعت 14:58


چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو هغه میرمن ژغورلې ده چې طالبانو غوښتل د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې یې سنګسار کړي.
د کندز د امنیه قومندانۍ ویاند سید سرور حسیني ازادي راډيو ته وویل، چې دا ښځه په سیمه کې د طالبانو د یوه کمیسیون له خوا د نامشروع اړیکو په درلودلو تورنه شوې وه.
هغه وویل طالبانو غوښتل چې؛ دا ښځه سنګسار کړي خو امنیتي ځواکونو په سیمه کې عملیات وکړه او دا ښځه یې وژغورله.
وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
درې کاله مخکې هم په همدې سیمه کې یو هلک او یوه نجلۍ د طالبانو لخوا په یوې ورته پيښه کې سنګسار شوي وو.


د مطلب کود: 80875

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/80875/چارواکي-امنیتي-ځواکونو-هغه-میرمن-ژغورلې-چې-طالبانو-سنګساروله

آوا
  https://www.avapress.com