دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۳۴
د مطلب کود : 80940
په میدان وردګو ولایت کې د بېلابېلو پېښو د یو طالب قوماندان په ګډون درې وسله وال طالبان وژل شوي دي
د میدان وردګو ولایت په چک،جغتو او سیداباد ولسوالیو کې د بېلابېلو عملیاتو او پېښو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د یوه قوماندان په ګډون درې تنه وژل شوي،د ملي اردو یو سرتیری ټپي شوی او یو شمیر ماینونه او مهمات هم لمنځه تللي دي.
د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ په جواري خیلو سیمه کې تېره شپه د یوه هوایي برید په ترڅ کې د وسله والو طالبانو یو قوماندان حمدالله چې مشهور په شهامت وو،د دوه نورو ملګرو مجیب الله او نوید سره یو ځای وژل شوي دي .
همدا راز د دغه هوایي برید په ترڅ کې د دوی یو میل دهشکه،دوه میله کلاشینکوف او دوه عرادې موټرسایکلونه هم لمنځه تللي دي.
همدا راز د جغتو ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو د خپلو عملیاتو په ترڅ کې څلور حلقې د وسایطو ضد او دوه حلقې د پرسونل ضد ماینونه کشف او پرته له کوم زیان یې لمنځه یوړل،د سیداباد ولسوالۍ په پټان خیلو سیمه کې هم یو فیر د هاوان مرمۍ لمنځه وړل شوې ده.
بل لورې د سیداباد ولسوالۍ په ډاګ بغري سیمه کې تېره شپه د سړک تر غاړې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې په ترڅ کې د ملي اردو یو سرتېری ټپي شوی دی،د ټپي شوي سرتېرې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړی دی . 
په یادو ترسره شویو عملیاتو او پېښو کې ملکي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciu3av.t1au526kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته