کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل جلال اباد د دوهم سړک د جوړونې تړون لاسلیک شو

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 19 قوس 1392 ساعت 18:26


د کابل جلال اباد د دوهم سړک د جوړونې تړون نن د افغان حکومت او یوې چینايۍ کمپنۍ ترمنځ لاسلیک شو.
د افغانستان د فواید عامې وزیر نجیب الله اوژن په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې دا پروژه ۱۱۰ میلیونه ډالره لګښت لري چې؛ د اسیا د پراختیايي بانک له خوا ورکول کیږي.
ښاغلی اوژن وایي، د دې سړک د جوړولو کار به د راتلوونکي میلادي کال په جنوری میاشت کې پيل شي او بشپړول یې درې کاله وخت نیسي.
د کابل جلال اباد ترمنځ لومړی سړک د ماهیپر له لارې تیر شوی، خو دوهم سړک به د سپري او سره رود ولسوالۍ له لارې جوړ شي.
افغان چارواکي وایي، د دې لارې په جوړېدو سره به د افغان سوداګرو لپاره په ټرانزیټي برخه کې ډیرې اسانتیاوې راشي.


د مطلب کود: 80978

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/80978/د-کابل-جلال-اباد-دوهم-سړک-جوړونې-تړون-لاسلیک-شو

آوا
  https://www.avapress.com