دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۱۲
د مطلب کود : 81078

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس حامدکرزی، نېلسن ماندېلا ته د درناوي او یاد لمانځنې په مراسمو کې له ګډون وروسته نن سهار بېرته هېواد ته ستون شو.
د هېواد جهمور رئيس پرون فقید نېلسن ماندېلا ته د درناوي او یاد لمانځنې په مراسمو کې، چې د جوهانزبورګ ښار په لوی ستډیوم کې د ده په ګډون د څه د پاسه ۹۱ هېوادونو د حکومتونو د مشرانو او د جنوبي افریقا ګڼ شمېر خلکو برخه پکې اخیستې وه، ګډون وکړ.
د دغو مراسمو په څنډه کې د افغانستان جمهور رئيس حامدکرزي د امریکا له جمهور رئيس بارک اوباما، د بریتانیا له صدراعظم دېوېدکامرون، د هند له جمهور رئيس پرناب موکرجي، د فرانسې له جمهور رئيس فرانسوا اولاند، د سريلانکا له جمهور رئيس مهيندا راجاپاسکا، د اروپايي اتحاديې له رئيس، دامریکا له پخواني جمهور رئيس جورج ډبليو بوش، د فرانسې له پخواني .
جمهور رئيس نیکولای سرکوزي، د بريتانیا له پخواني صدراعظم توني بلير، د هند د کانګرس ګوند له مشرې سونیا ګاندي، د امریکا د بهرنیو چارو له پخوانۍ وزیرې هيلري کلنټن، د افریقايي هېوادونو له یوشمېر چارواکو او د نړۍ د ځينو هېوادونو له مشرانو سره ليدنه وکړه.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbwgbw.rhb8zp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته