دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۲۵
د مطلب کود : 81127
د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د اورګاډي د پټلۍ د سروې قرارداد وشو

تاند-  د افغانستان د ټولګټو (فواید عامه) وزارت د هیواد په شمال کې له ختیځه تر لوېدیځه پوري د درې سوه کیلومتره اوږدې پټلۍ د جوړولو لپاره د فزیبلیټي سټډي یا سروې پرېکړه وکړه.
د اورګاډي د دې پتلۍ د سروې قرارداد په درې ملیونه او اووه لکه کاناډايي ډالره نن /دسمبر۱۱مه/ یوې کاناډايي کمپنۍ (سیسترا کنډین) او د هغې شریک اپلیټن کنسلټنګ شرکت (Appleton Consulting Inc) ته ورکړای شو چې په افغانستان کې د پروژو په منجمینټ کې تخصص لري.
دوی به په فبرورۍ کې (نژدې دوې میاشتې وروسته) سروې پیل او په ۱۲ میاشتو کې بشپړه کړي.
دا پروژه اسیايي پراختیايي بانک د سروې د بشپړېدو په صورت کې تمویلوي.
دوه مسیره وړاندیز شوي دي. دواړه د ترکمنستان له پولې پیلېږي خو یو د مزاشریف د اورګاډي له پټلۍ سره نښلي او بیا د تاجکستان لور ته غځېږي او بله تر کندوز ولایت پوري دوام کوي او د شېرخان بندر له لارې له تاجکستان سره یوځای کېږي.
دا پټلۍ به د ترکمنستان په پوله کې له اقینې بندره د جوزجان تر اندخویه پوري غځېږي او بیا به بلخ ولایت ته رسېږي.
د پروژې سروې کوونکي وايي چې دوی به معلومه کړي چې کوم مسیر غوره دی.
ایران هم لېوالتیا ښودلې چې د خپل اورګاډي پټلۍ د هرات او د افغانستان د شمالي ولایتونو له لارې له تاجکستان سره یوځای کوي.
د دې پروژې له بشپړېدو سره به د افغانستان په شمال کې او دغه راز د شمالي ولایتونو او د منځنۍ اسیا د هیوادونو ترمنځ تجارتي راکړې ورکړې زیاته وده وکړي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcguq97.ak9qx4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته