دخپریدو نیټه :جمعه ۲۲ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۴:۵۳
د مطلب کود : 81206
کرزي په هند کې وویل، د امنیتي موافقې د لاسلیکولو لپاره به د چا فشار ونه مني
تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي وویل چې څوک به یې له امریکا سره د امنیتي موافقې لاسلیکولو ته اړ نه باسي .
کرزي، چې له یوه هندي تلویزیون سره مرکه کوله، په عین حال کې له هند څخه د نورو پوځي مرستو غوښتنه وکړه.
د امریکا متحدو ایالتونو هیله ښکاره کړې چې هندي چارواکي به د افغانستان ولسمشر وهڅوي چې له امریکا سره امنیتي موافقه ژر لاسلیک کړي.
د افغانستان ولسمشر د هند این ډي تلویزیون ته وویل، د امنیتي موافقې د لاسلیکولو لپاره به هیڅ راز وېرې ته سر ټیټ نه کړي.
کرزي یو وار بیا پر خپلو شرطونو ټینګار وکړ.
ده وویل، له امریکا سره په هغه صورت کې امنیتي موافقه لاسلیکوي چې په نتیجه کې یې افغانستان ته سوله راشي. 
د افغانانو پر کورونو د حملو پای ته رسېدل او له طالبانو سره د سولې د خبرو پیلول د ولسمشر کرزي دوه اساسي شرطونه دي.
امریکايي چارواکو د کرزي د دوهم شرط په اړه ویلي چې وسله وال طالبان نه غواړي چې خبرې وکړي.
د افغانانو پر کورونو د امریکايي پوځیانو د حملو د پای ته رسېدو په اړه د ولسمشر کرزي شرط له پراخ ولسي ملاتړه برخمن دی.
له کلونو راهیسي د افغانستان د کلیوالي سیمو خلک د بهرنیو او د هغو له لوري د استخدام شویو کورنیو کومانډو ځواکونو له حملو سرټکوي او وايي چې بې رحمانه چلن کوي.
ټاکل شوې ده چې ولسمشر کرزی هند ته د سفر په ترڅ کې سبا /شنبه/ د دې هېواد له صدراعظم منموهن سنګ، د بهرنیو چارو له وزیر سلمان خورشید او مخکښو سوداګرو سره وګوري.
ښاغلی کرزی به له هند څخه د افغان پوځ د ښه تجهیز لپاره د درنو وسلو، هیلیکوپټرو، توپونواو ټانکونو غوښتنه وکړي.

افغان حکومت تېره مې میاشت د خپلو پوځي اړتیاوو لېست نوې ډېلي ته سپارلی و
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcepw8v.jh8z7i6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته