دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۵:۰۱
د مطلب کود : 81256
کوریا په افغانستان کې د "WFP" له ادارې سره ۹ میلیونه ډالره مرسته کوي

د خوړو نړیوال سازمان "ډبلیو. اېف. پي" وایي؛ کوریا ژمنه کړې چې، د خوړو د خوندیتوب په هدف په افغانستان کې له دغې ادارې سره نهه میلیونه ډالره مرسته کوي. د دغې مرسته تړون د ایټالیا په مرکز روم کې د کوریا د استازي او د "ډبلیو. اېف. پي" د مسولینو تر منځ لاسلیک شوی.
د خوړو د نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې راغلي چې؛ دغه مرستې به په درېیو راتلونکو کلونو کې د بیارغونې او نورو عام المنفعه پروژو لکه د اوبو لګولو کانالونو، استنادي دیوالونو، د اوبو په بندونو او د لارو په جوړولو ولګول شي.
په اعلامیه کې دغه راز راغلي چې؛ کوریا په دې وروستیو کې د کرنیزو تولیدانو د ملاتړ په هدف له افغان بزګرو سره دیارلس میلیونه امریکایي ډالره مرسته کړې ده.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjm8eo.uqeviz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته