دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۵۶
د مطلب کود : 81342
"له ۱۳۹۱ راهیسې په هېواد کې ۳ لکه ماشومان په نشه يي توکو روږدي شوي"
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په هېواد کې د ماشومانو د ژوند د خرابوالي له کبله اندیښنه ښودلې ده.
د دغه کمیسیون چارواکي وایي؛ په یوې نوې سروې کې د دوی موندنې ښیي چې؛ له ۱۳۹۱ کال راهیسې په افغانستان کې شاوخوا درې لکه ماشومان په نشه یي توکو اخته شوي دي.
د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشرې سیما سمر د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې؛ په دې سروې کې د افغانستان په اوه ویشتو ولایتونو کې له څه باندې څلوروزرو ماشومانو سره خبرې شوي دي: "هغه څه چې ډیر وحشتناک دي، د ماشومانو اعتیاد دی. امکان لري، په افغانستا ن کې د معتادینو شمېر تر یو اعشاریه درې هم ډېر وي . خو له دې شمېرې څخه شاوخوا درې لکه یې تر اتلسو کلونو کښته عمر لرونکي ماشومان دي."
آغلې سمر د افغانستان له حکومت څخه غواړي چې؛ د ماشومانو دغې ستونزې ته جدي توجه وکړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcf0mdc.w6dyjaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته