کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

UNHCR په ۹ شمالي ولایتونو کې له بې وزله کورنیو سره ژمنۍ مرستې پیل کړې

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 25 قوس 1392 ساعت 18:43


(UNHCR) یا د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې په نهو شمالي ولایتونو له بې وزله کورنیو سره نن ژمنۍ مرستې پیل کړې.
د مرستې دا بهیر له بلخ څخه پيل شوی چې؛ په کې شاوخوا پينځه سوه کورنیو لپاره کمپلې؛ ترپالونه، د آ شپز خانې سیټونه او نور د اړتیا وړ مواد شامل دي.
په شمال کې د "یو. ان. اچ. سي. ار" ویاند فهیم همدرد آزادي راډیو ته وویل؛ چې دا لړۍ به دولس ورځې دوام و کړي او ټاکل شوې ده، پینځه زره کورنیو ته په شمالي ولایتونو کې مرستې ورسول شي.
په افغانستان کې هر کال هغه لکونه خلک په ژمي کې له ستونزو سره مخ کیږي چې؛ د ناامنیو او وچکالۍ له امله بې ځایه شوي دي.


د مطلب کود: 81496

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/81496/unhcr-په-۹-شمالي-ولایتونو-کې-له-بې-وزله-کورنیو-سره-ژمنۍ-مرستې-پیل-کړې

آوا
  https://www.avapress.com